هرات کې ٢٥٠٠ ماشومان د ښختو په بټیو کې کار کوي

خبریال وېب پاڼه/ ارقام ښیي، چې هرات ولایت کې د ښختو په بټیو کې ٢٥٠٠ ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.
هغه شمېره ده چې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست یې د تېر کال په پرتله سږ کال درې چنده زیاته بولي.
د ښختو پهۍبټیو کې دا کارګر ماشومان له ښوونې او روزنې لېرې او بې برخې دي.
افغانستان کې اوږده جګړه، نا امني، بې وزلي او د یو شمېر کورنیو بې سرپرستي د دې لامل شوې چې ماشومانو د درنو کارونو کولو ته مخه وکړي.
زیات شمېر افغان ماشومان چې خپل پلرونه او د کورنۍ نور سرپرستان او مشران یې په جنګونو، چاودنو او بریدونو کې له لاسه ورکړي، اوس د مجبوري ورځې له امله د خپلو کورنیو د روزۍ ګټیالان دي.
په دې شمېر ماشومانو کې د هغو سرتېرو ماشومان هم شامل دي، چې د جګړو په لیکو کې شهیدان شوي او یا د جګړو په لیکو کې معلول شوي او اوس مهال پر کورونو ناست دي.
افغانستان دنړۍ پر مخ د ماشومانو د ژوند لپاره هېڅ مناسب ځای نه دی او په دې وروستیو کې د نړۍ پر مخ د ماشومانو لپاره له هر اړخه یو بدترین هېواد پېژندل شوی.
هر کال د جګړو او ملکي تلفاتو پر زیاتېدو د بې وزلو کارګرو ماشومانو شمېر نور هم لوړیږي.
که څه هم هر کال د ماشومانو د ملاتړ او ماشومانو سره د مرستو په نوم میلیونونه ډالر پیسې مصرفیږي، خو بیا هم نه د بې وزلو ماشومانو دوا شوې او نه یې په شمېر کې کمښت راغلی.
افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو ، د ښارونو په تړل کېدو او د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره هم د افغان ماشومانو زیاته کچه د لوږې له ګواښ سره مخ شوه او لا هم ډېر ماشومان مناسبو خوړو ته لاس رسی نه لري.
په زیاته کچه بې وزلۍ کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره درې وخته ډوډۍ هم نه شي پیدا کولی او مناسبو خوړو ته لاس رسی بیا ډېره لېرې خبره ده.