The news is by your side.

خوست کې د بادامو ۲۰۰ باغونه جوړیږي

خبریال ډآټ کام/ په خوست ولایت کې د پسرلنیو نیالګیو کینولو ولسي اشر ترسره شو.

چارواکي وایي، دا اشر د ملي بسیا بڼ په نوم ترسره شو ، چې پرمهال به یې په یاد ولایت کې د بادامو ۲۰۰ باغونه جوړ شي.

دوی وایي، له مرکز سربیره به په ټولو ولسوالیو کې هم نیالګي کینول شي.

په یاد ولایت کې د دغه ولسي اشر مشران وایي، چې پيل یې له ګربزو ولسوالۍ څخه وکړ، او په خبره یې دوی به په ۲ سوه باغونو کې نږدې ۸ زره د بادامو نیالګي کینوي.

د دې ولسي پروګرام مسوولين وايي د بادامو دغه نيالګي چې د خوست سوداګرو او دوکاندارانو په مالي ملا تړ یې  اخيستي، په هره ولسوالۍ کې به نېږې شل باغونه جوړ کړي.

د دې اشر ګډونوال صاحب ګل فرهاد وایي، د بادامو په هر باغ کې به دوی تر ۴۰ نیالګي نهال کړي او په خبره یې په هره ولسوالي کې به له لسو تر شلو د بادامو نوي باغونه جوړ کړي.

دوی وایي،  چې دا باغونه به په دریو کلونو کې په حاصل راځي او پدې موده کې به ترې یوه ځانګړې کمېټه څارنه کوي.

د اشر یو بل ګډونوال محمدشفيق بیا وایي د دوی اساسي موخه له دې پروګرام څخه په ولسونو کې دملي رواحیې را ژوندۍ کول دي.

په ورته مهال ځايي خلک هم خوښ دي، چې ورته په خپلو سیمو کې نوي د بادامو باغونه جوړیږي.

زرمائيد به د ګربزو ولسوالۍ هغه اوسیدونکی دی، چې نوموړي خپله شخصي ځمکه دې باغ ته وقف کړې ده.

دی وایي دا د ټولو ولسونو مسولیت دی ، چې تر خپلې وسې د هیواد د ښیرازۍ لپاره هڅې وکړي.

په خوست کې له دې کمپاین سره همهاله  د زرغون خوست په نوم د نيالګيو کېنولو کلنۍ کلتوري ميله هم پيل شوه، چې د مسولینو په خبره درې ورځې به دوام وکړي.

خوستیان دافغانستان د ګڼو نورو ولایتونو په انډول زیات اتفاق لري‌او دا علت دی چې دوی د خیر ښیګڼې په کارونو کې تر ګڼو نورو افغانانو وړاندي دي او تر ډېره بریده یې خپل ولایت ته زیات کار کړی دی .

د خوستیانو د اتفاق له کبله هلته تر بل هر ولایت ځمکې ګرانې او تر ډېره د کروندې له ځمکو سره سره تجارتي ځایونه هم لوی قیمت لري .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.