The news is by your side.

د کرکټ لوبغاړو کې د کرونا مشکوکې پېښي

خبریال ډاټ کام/د پاکستان سوپر لیګ نیمه پای لوبو ته له رسېدو سره سم د پاکستان د کرېکټ بورډ اجرایه رییس وسیم خان په خپل یوه تازه بیان کې اعلان وکړ چې د پاکستان سوپر لیګ د اوس لپاره ځنډوو.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې په یاد شوي لیک کې په یو بهرني لوبغاړي کې د کورونا ویروس مشکوکه پېښه ثبت شوې ده. د پاکستان کرېکټ بورډ وسیم خان رسنیو ته وویل چې د ټولو لوبډلو له مالکانو سره مو سلا مشوره کړې ده او په ګډه یې له دغې پرېکړې څخه مالاتړ کړی دی.

د PSL پینځم پړاو سیالۍ د اوس لپاره وخنډول شوې خو ویل کېږي چې کله حالات لږ نورمال شول، د لوبلړۍ پاتې برخه به بشپړوي او د هغه لپاره به هماغه وخت مهالوېش اعلان کړي. پتېیل شوې وه د یاد شوي لیګ د لوبو په لړ کې نن د نهمې ورځې په درشل کې دوه نیمه پایلوبې وشي او سبا چهارشنبه پایلوبه کېدونکې وه خو د پاکستان د بورډ له پرېکړې سره سم د اوس لپاره دغه لیک ودرول شو.

له دې وړاندې د مارچ په ۱۳ مه نېټه د یوې پرېکړه له مخې ویل شوي وو چې په کراچۍ کې به د دغه لیګ لوبو ته مینوال نه ور پرېښودل کېږي خو لوبې به کېږي او وروسته به د لاهور په قذافي لوبغالي کې هم لوبې د مینوالو له شتون پرته ترسره کېږي.

د پاکستان سوپر لیګ په دې پړاو سیالیو کې ملتان سلطان، پېښور زلمي، لاهور قلندر او کراچي کېنګز او بیا د لاهور قلندر لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبو سیالۍ روانې وې چې د کورونا ویروس د بېړني حالت له امله وځنډېدلې.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس له خپرېدو سره ډېری هېوادونو خپلې ټولې سپورټي سیالۍ او نور ټولېدونکي پروګرامونه لغوه کړي او یا ځنډولي دي. له دې وړاندې د آسټرالیا او نیوزرلنډ هېوادونو تر منځ په سیالیو کې هېڅ مینوال ته لوبغالي کې د لوبې لیدو اجازه ورکړل شوې نه وه.

په افغانستان کې هم د ولایتونو په کچه کېدونکو سیالیو ته د کولو اجازه ورنکړل شوه او تر نا معلومې مودې پورې وځنډېدلې. بلخوا د وزلوبې سیالي چې یوه اونۍ مخکې په کابل غازي سټوډیم کې پیل شوې وې، د کورونا ویروس د خپرېدو له امله لغوه اعلان شوه.

د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا د پي اېس اېل سیالیو د خڼدولو له پرېکړې وړاندې هم په دې سیالیو کې برخه اخیستونکو بهرنیو لوبغاړو له پاتې لوبو کولو څخه انکار کړی ؤ او د حفظ الصحې مراعاتولو په موخه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.