The news is by your side.

نسیم رحماني د حکومت بې کفایتۍ او بې پروایۍ له کبله ساه ورکړه

خبریال وېب پاڼه/ محمد نسیم رحماني چې کلونه کلونه یې د هېواد په پوځ کې دنده او خدمت وکړ شاوخوا یو میاشت وړاندې د هلمند پهچانجیرسیمه کې په جګړه کې زخمي شو.

خو دا چې نه یې له جنرال سره، نه یې کوم ډګروال سره، نه له کوم قومندان او وکیل سره پېژندګلوي درلوده، تر یوه میاشت بستر وروسته یې ساه ورکړه.

محمد نسیم رحماني د حکومت د بې کفایتۍ، بې پروایۍ او غفلت له کبله په حق ورسېد، د هلمند اوسېدونکي او د شهید نسیم رحماني دوستان وایي، هغه الوتکې چې د کاغدي ستاینلیکونو لپاره له ښوراب د هلمند لښکرګاه ته مدني فعالانو پسې راتللی شي خو یو سرتېري پسې نه شي راتللی چې له مرګه یې وژغوري او درملنې لپاره یې یوسي که کابل ته یې انتقال کړی وو، له درملنې وروسته ممکن روغ شوی وی.

له نسیم رحماني یوه پوخ عمر مور، مېرمن او دوه یتیمان پاتې شول، د شهید رحماني نږدې خپل وایي، له نوموړي یوه سپین سرې مور پاتې شوه او مېرمن او یتیمان یې هم له هغه بل سرپرست نه درلود.

نسیم رحماني دولس کاله په پوځ کې دنده ترسره کړه، خو حکومت ورسره ډېره بې پامي وکړه او هېڅ مرسته یې ورسره و نه کړه، د نسیم رحماني په څېر زیات شمېر نور سرتېري هم په همدې حال او د حکومت بې پروایۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړ او کورنۍ یې په بې وزلۍ کې ژوند تېروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.