د پاکستان د ګازو زېرمي پر ختمیدو دي
خبریال ویبپاڼه/ پاکستان د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي او د ستر اقتصادی بهران سره مخ دی داهېواد مخ پر ځوړ حالت کې اوس هم د نړۍ په قرضو چلیږي تازه خبر دادی چې د دې هېواد یوازنی لاس ته راوړنه ګاز هم پر ختمیدو دي
د پاکستان لومړي وزیر سلاکاندیم بابر چې د پټرولیم په چارو کې کار کوي وايي که چیري موږ نوې زېرمي ونه لرو نو راتلوونکو ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ به زموږ د ګازو دا زیرمې ختمې او له منځه ولاړې سي
ندیم ویلي د روان کال تر پایه موږ د ګازو بیې نه لوړولو خو عمران خان بیا ویلي وو چې د ژمي تر پایه به د ګازو د کمښت سره لاس او ګریوان سي
د مالوماتو له مخې پاکستان هر کال ۶ میلیارده کیوبک فټه کازو ته اړتیا لري خو کورنی تولید يې د کال ۴ میلیارده کیوبک فټه ګاز دی
دا راپور په داسې مهال خپریږي چې پاکستان هېواد په وروستیو کې له زیات اقتصادي او سیاسي بهران سره مخ دی دې هېواد کې مذهبي او سیاسي ګوندونو د عمرانخان پر ضد ائتیلاف جوړ کړی او د هغه د استعفی غوښتنه کوي، مذهبي او سیاسي ډلې یوځای سوې او د دولت پر ضد يې اعتراضونه پیل کړي دوی وايي لومړی وزیر عمران خان دي استعفی وکړي
پي ډي ایم غوښتنه کړې چې واکمن ګوند او عمران خان باید له قدرته ایسته سي د مسلم لیګ ن، پیپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلام، ملي عوامي ګوند او ځینو نورو سیاسي ډلو د پاکستان ولسوالکه خوځښت د عمران خان استعفی غواړي
دې ائتلاف خپله لومړۍ غونډه د پنجاب په ګوجرنواله سیمه کې ترسره هغوی تور پوري کړ چې د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصادي حالت د واکمن ګوند له لاسه رامنځ ته سوی او مسؤلین یې همدوی دي
په ورته وخت کې مخکني صدراعظم نواز شریف چې اوس لندن کې اوسي پوځ تورن کړ چې عمران خان يې قدرت ته پورته کړ، او زیاته کړې يې ده چې واکمن ګوند خلک له لوږي مړه کړل
د دې غونډې او څرګندونو په هکله د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو تند غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د پي ډي ایم غړي ټوله غله دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.