The news is by your side.

ترکیه کې د پرون ورځې زلزلې قربانیان تر ٢٥ ورسېدل

خبریال وېب پاڼه/ ترکیه کې د پرون ورځې سختر زلزلې د قربانیانو شمېر له ٢٥ تنو هم زیات شو.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو پر اساس ژغورونکي ډلې ځپل شویو او زیانمنو ښارونو اِزمیر ښار او د ترکیې د اژه سمندر غاړې ته تللي او په نړیدلو ځایونو کې د خلکو په لټه کې دي څو یې وژغوري.

یوازې د ترکیې د اژه سمندر په سواحلو کې ١٩ تنه مړه شوي او له ١٢٠ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

پرون ترکیه کې د ریختر په کچه اووه درجې زلزله وشوه چې درانه مالي او زیانونه یې واړول، چې د ترکیې استانبول ښار او د یونان ځینې برخې یې هم ولړزولې.

ترکیې چارواکي وایي د یونان د ساموس په جزیره کې د زلزلې ټکانونو دوه کسان مړه کړي او اته تنه ټپیان دي.

د ترکیې د بېړنیو حالاتو د مبارزې اداره وایي ځینو سیمو کې په نړېدلو ځایونو کې لا هم خلک بند پاتې دي.

د ترکیې د اِزمیر ښاروال ویلي، په اِزمیر کې ٢٠ ودانۍ نړیدلي خو له نېکه مرغه ٧٠ تنه مو ژغورلي دي.

زلزله طبیعي پدیده ده چې هر کال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې مالي او ځاني زیانونه اړوي او سلګونه تنه د کورونو او ودانیو په نړېدلو کې مري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance