هلمند: ماین چاودنې ۷ ملکي کسان شهیدان کړل
خبریال ویبپاڼه/ له هلمند ولایت څخه راپورونه وايي چې مرکز لښکرګاه ته څیرمه دریمه حوزه بولان سیمه کې د ملکي کسانو موټر پر ښخ سوي ماین ختلی او له امله یې۷ ملکي کسان شهیدان سوي او دوه نور ژوبل سوي ویل کیږي شهیدانو کي شپږ کسان د یوې کورنۍ غړي دي
باید یادونه وسي چې یاده سیمه له وسلوالو طالبانو تازه نیول سوې او د ځمکنیو ماینونو ګواښ ډیر دی نو باید ټول هغه کسان چي بیرته خپلو کورونو ته ستانه کیږي له پوره احتیاط څخه کار واخلي
په دې سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې سوې او هغه وخت طالبانو په یو شمېر سیمو کې ماینونه ایښي ول تراوسه په دې هکله د هلمند ولایتي مسؤلینو څه نه دي ویلي په هلمند کې ولایت کې درې اونیو جګړو د زیات شمېر ملکي کسانو ژوند واخیست له هملند ولایت څخه داسې راپورونه او ويډیو ګاني هم ترلاسه سوې چې په روانه جګړه کې یو کس د خپلې کورنۍ ټول غړي هم له لاسه ورکړي وو، طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې یوځل بیا له افغان ځواکونو سره د جګړې کولو هوډ تازه کړی او ویلي يې دي چې افغان ځواکونه افغانستان کې د یوه اسلامي نظام د راتلو لپاره خنډ دي
د دې سره ترخواپه نورو ولایتونو کې هم په وروستیو ورځو کې د سړک غاړې ماینونو د لسګونه ملکي کسانو ژوند اخیستی په دې تړاو ډیری بشري نهادونو خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د جګړې ښکېلي خواوي باید د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي خو په جګړو او بمي چاودنو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله لاهم دوام لري
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.