The news is by your side.

اتریش: وسلوالو بریدونو کې ۲ کسان وژل سوي

خبریال ویبپاڼه/ له اتریش کې د نا امنیو لړۍ پو لیس وايي وسلوالو د دې هېواد په شپږ سیمو کې بریدونه ترسره کړي چې له امله يې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په دې هکله د اتریش لومړي وزیر سبستیان کورزدا دا بریدونه کرکجن ترهګریز بریدونه بولي او ویلي يې دي چې په ځوابیه بریدونو کې یو بریدګر هم وژل سوی

خو یو شمېر سرچینو ویلي دا درسته ده چې یو بریدګر وژل سوی او یوهم پولیسو نیولی خو نور بریدګر لا ازاد ګرځي او زیاته ویره ترې پکارده  د وینا ښار ښاروال میچل لوډیوګ وویل چې په دې وسلوال برید کې یوه ښځه او سړی وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان سوي دي د هغه په وینا چې سړی ځای پر ځای مړسوی او ښځه روغتون ته د انتقال په ترڅ کې مړه سوې

ویل کیږي دا برید د وینا ښار د یهودانو عبادتځای ته نژدې سوی او لاهم مالومه نه ده چې د بریدګرو هدف دا مرکز وو که نه، خو ویل کیږي دا ځای د برید پرمهال بند وو.

تراوسه د اتریش دولت نه دي  ویلي چې دا برید به چا کړی وي خو خلک لاهم ویره لري چې نور بریدګر لاهم ازاد ګرځي

دا برید په داسې حال کې کیږي چې فرانسه کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته د سپکاوي په تور د یوه زده کوونکي له لوري د یوه ښوونکي سر پرېکړ.

له هغه وروسته په فرانسه هېواد کې په جلا پیښه کې درې کسان ووژل سول او همدا شان د کاناډا په کبک کې د چاکو په وسیله اوه کسانو ته مرګ ژوبله وا وښتله

اتریش کې  اوس قرنطین حالت رامنځ ته سوی او دا برید تر قرنطین وړاندې ترسره سوی د سیمې خلک د نورو بریدګرو د شتون له امله ویره لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance