د کابل پوهنتون خونړي برید د شهیدانو فاتحه واخیستل شوه .
خبریال ویب پاڼه / د هلمند مرکز لښکرګا ښار مرکزي جامع جومات کې د کابل پوهنتون د تیري ورځي خونړي برید د شهیدانو فاتحه واخیستل شوه .
د فاتحې په ځانګړي مراسیمو کې د هلمند والي ، ټولو دولتي ادارو ریسانو ، دیني عالمانو او عامو ولسونو ګډون کړی و .شهیدانو ته د الله ج د ستر دربار څخه د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا په موخه دعاوي وشوې.
د فاتحې په دې مراسیمو کې لومړی دیني عالمانو خبري وکړي دوی په خپلو خبرو کې دغه ډول بریدونه چې ځیني تروریستي کړۍ يې د اسلام په نوم کوي وغندل او دا يې یوازې د عامو مسلمانانو قتل عام وباله چ په وینا يې په اسلام کي په هیڅ صورت د قتل عام جواز نشته.
دیني عالمانو ددې ډول وحشي بریدونو تر شاه یوازې سیاسي لوبه یاده کړه چې په وینا يې تروریستي ډلې د قدرت تر لاسه کولو لپاره هر کار کوي، عام مسلمانان په پوهنتونو ، مدارسو ، جماتونو او ښوونځیو کې شهیدانوي او په دې سره غواړي چې پر دولت فشار راوړي او امتیاز تر لاسه کړي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین د خبرو پرمهال وویل: د اسلام او وطن دښمنان یوازې وحشت خپروي د پردیو په اشاره خپل وطن ورانوي او د خپلو شومو موخو تر لاسه کولو لپاره پر هیڅ یو مظلوم اوعام مسلمان هم رحم نه کوي.
ښاغلي یاسین زیاته کړه: ددولت وسله والو مخالفینو پر هلمند له برید وروسته چي په زرګونه کورنۍ يې په یو شمېر ولسوالیو کې په دې یخو شپو کې بېځایه کړي، ماشومان يې وژړول او ګڼ ملکي وګړې هم په جګړې کي شهیدان شول، لا يې هم زړه سوړ نه شو پر نورو ولایتونو يې هم ورته بریدونه پیل کړه . اوس يې دې ته مخه کړې چې هغه مرکزونه چې په هیڅ ډلې او چا پورې اړوند نه دي تر برید لاندي راولي چې ښه بېلګه يې د کابل پوهنتون د تیري ورځې برید دی .
پوهنتون یوه تعلیمي اداره ده چې دغه تعلیمي مرکز يې هم د محصلینو په وینو رنګ کړ.
ددې ترڅنګ د هلمند ولایتي شورا ریئس عطاالله افغان دهم خبري وکړې او ویې ویل نور د عامو مسلمانانو وژل له زغمه وتلې ده هیڅ یوه ډله باید دغه ډول بریدونه ترسره نه کړي چې عام ولسونه يې قرباني کیږي.
همداراز د هلمند پوهنتون ریئس انجنیر سورګل عبدالرحمن په دې مراسمو کي د خپلې خواشینۍ ترڅنګ وویل: په ټولنه نړۍ کې د جګړې پرمهال دیني مقدسات، تعلیمي مرکزونه او عام المنفیه ځایونه خوندي دي خو متاسفانه چي افغانستان کي دغه ځایونه هم خوندي نه دي پاته شوي چې دا ډول بریدونه پر عامو ولسونو او تعلیمي ادارو ښه اغیزه نه لري او باید دداسي بریدونو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشرد ملي ماتم د اعلان سره سم په هلمند کې هم د افغانستان ملي بیرغ د ملي ماتم ورځې په پار نیم ځوړند دی چې د هلمندي ولسونه ددې خونړي برید له قربانیانو سره د غمشریکۍ ښودنه کوي.
د ملي ماتم او فاتحې ددې مراسمو په پای کې په هیواد کې ددایمي سولې او آمن راتلو لپاره هم دعاوي وشوې.
وحیدالله عمرزاد هلمند
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.