نړیوال خپلې مرستې کموي
خبریال ویبپاڼه/ افغان دولت هر کال د نړیوالې ټولنې له مرستو په استفادې خپلې کلنۍ اړتیا وي پوره کوي خو کچیري دا مرستې کمې سي ښايي دولت له ستونزو سره هم مخ کړي
د رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی چې د امریکا په ګډون ښايي نړیوال خپلې مرستې له افغانسان سره کمې کړي د دې راپور له مخې چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره تر حده مرستې کمې کړي
باوري سرچینې وايي د جنیوا کنفرانس کې به مرسته کوونکي هېوادونه زیاتي مرستې افغانستان سره کمې کړي او دې ته به زړه ښه نکړي چې د زیا تو مرستو لړۍ وغځوي
د سرچینې په خبره ښايي دا ځل ډونران د پخوا په نسبت له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنه وکړي او هغه به هم د سختو شرایطو پر اساس وي.
د دې راپور پر بنسټ امریکا ښايي خپلې کلنۍ مرستې چې، شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستې دي او د دفاع او امنیتي اړتیاوو لپاره په نظر کې پر نیول سویو مرستو اضافه دي، تر ډیره حده راکمې کړي.
تراوسه پوري افغان دولت کوښښ کړی ترڅو پر ځان د بسیاینې پر لور ولاړ سي ترڅو خپل کلني عواید له خپلې خزانې څخه پوره کړي
دا راپورو پر داسې مهال ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنې نښتې وسوې او لاهم افغان ځواکونه دې ته اړتیا لري نړیوال ورسره په بیلابیلو برخو کې مرستې وکړي
تر دې وړاندې ناټو ویلي چې له افغان ځواکونو سره به خپلو مرستو ته تر ۲۰۲۴ کال پوري دوام ورکوي او اړتیا ده چې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ وسي کچیري د نړیوالې ټولنې مرستې کمې سي نو لیري نه ده افغان دولت به د مالي لګښتونو د کمښت سره مخ او ستونزو سره مخ سي ځکه افغانستان تراوسه پوري داسې کورني عواید نلري چې خپلې کلنۍ اړتیا وي پر ې پوره کړي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.