The news is by your side.

ظالم ریاست د ږوب جلسې ته د مشر منظور پښتون وینا بنده کړه

خبریال وېبپاڼهپه لراوبر وطن کې د جګړې او هدفي وژنو خلاف د پي ټی ایم د ژوب ننۍ غونډې ته پاکستاني پوځ د مشر منظور پښتون پر تلیفوني وینا هم بندیز ولګاوه.

کله چې غونډې ته مشر منظور پښتون وینا پیل کړه پاکستاني پوځ د تلیفون سهولت وځنډاوه او وینا هم داسي پاتې شوه.

دا لمړی ځل نه دی چې ظالم ریاست هلته له مېشتو پښتنو سره ورته چلند کوي ، بلکه تر دې وړاندي هم په وارو وارو داسي کړنې شوې دي.‌

پاکستاني پوځ جنوبي پښتونخوا یا بلوچستان ایالت ته د مشر منظور پښتون پر تګ بندیز لګولی او اوس یې هلته د هغه پر تلیفوني وینا هم نا اعلان شوی بندیز ولګاوه.

د پاکستاني ریاست له دې شرمېدلې کړنې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د دې خبرې تاید کړی چې پاکستاني ریاست ژوب ته دده پر تګ بندیز لګولی او غونډې ته دده پر تلیفوني وینا هلته د تلیفون سرویسیسز بند کړل شول .‌

مشر منظور پښتون ویلي چې پاکستانی ریاست په وېره کې دی چې د پښتنو یوالی ونه شي خو پښتون قوم به یو کېږي او دا سیمې ته به سوله راولي .

مشر منظور پښتو د ږوب ولس ته د بریالۍ جلسې مبارکي ورکړې او دا یې یوه بریالۍ جلسه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په لرې پښتونخوا کې یو ځل بیا د پاکستاني ریاست له لوري د پښتنو د ځورولو، نیولو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي.

ویل کیږي د پاکستان په زندانونو کې ډېر یې پښتانه دي چې د پاکستاني ریاست له لوري په نا حقه نیول شوي او لا هم په بند کې ورځې شپې تېروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا راز په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو او پېښو په تړاو هم د احتجاجونو خبر ورکړی وو.

غورځنګ تر دې وړاندې پر کابل پوهنتون د برید په غبرګون کې هم په ژوندۍ بڼه احتجاج درلود او د افغانستان په مسایلو او سولې لپاره یې د لا نورو پراخو د احتجاجونو خبر هم ورکړی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance