په خوشحال سادات د هندي فلمانو کیسه وشوه!
خبریال وېبپاڼه – ښايي تاسو لوستونکو کې به ځینو هندي فلمونه لیدلي وي، د پخوانیو اکثره فلمونو کېسې یو بل ته ورته او په ځانګړي ډول د پولیسو پر افسرانو چې کوم فلمونه جوړشوي هغه بیخي یو بل ته ډېر نېژدې وي.
د همند په ډېرو پولیسي فلمونو کې یو پولیس افسر چې رېښتونی وي یا په بله معنا له سیاسیونو او د ځمکو یا نشيي توکو د قاچاق کونکو؛ یا د ترهه ګرو ډلو پالونکو سیاست والو سره چې غاړه نه وړي نو هغه پولیس افسر یو ځای تشریفاتي منصب ته ورکړي. بیا چې کله هغه د پولیس افسر مخالف سیاستوال ورسره تېرېږي نو ورو ورته ووايي چې: « ته د همدې کار قابل یې»
دافغانستان د امنیتي ځواکونو پیاوړی جنرال خوشحال سعادت د پاکستان د وېزو د وېش د کنټرول د لړۍ مشر ټاکل کېدل بې له دې فلمي کړنې ها خوا بله هیڅ معنا او دلیل نشي لرلای.
افغانستان او په افغانستان کې ولسواکې تر بل هر وخت له سخت ګواښ سره مخامخ ده ، په کوردننه پردیپالو
او د پاکستان لاسپوڅو د سولي په بهانه له امریکا سره لاسونه پټ کړي او د افغانستان د ولسواک نظام او ددغه هیواد
د ملي ګټو خلاف پرېکړي او فیصلې کوي .
د بیان آزادي ، د ښځو حقوق ، ولسواکي ، د افغان ماشومانو زدکړې او په لویه کې بشري حقوق له زیان او ګواښ سره مخامخ شوي دي.
دا یوه داسي مرحله ده چې د ولسواک نظام د ساتلو او پاللو په موخه افغانستان ته د هر بانفوذه او په ځانګړي ډول
د پاکستان د شومو اهدافو د مخالف هر شخصیت ضرورت دی ، په تېره بیا هغه کسان چې افغانانو ته ثابت شوي دي؛
خو په داسي حساس وخت کې ددې هیواد یو پیاوړی جنرال د پاکستان د وېزو د وېش سلسلې ته ګومارل
د هغه له منصب او د هغه له وطن دوستي سره ظلم او ناسم چلند دی.
د پاکستان د وېزو په سامبالښت کې به له یوې خوا د دغه جنګي جنرال اصلي ارزښت او جګړه ایز مهارت ته زیان واوړياو له بله لوري
به دښمن هیواد پاکستان په یوه نه یوه جاسوس په غوږ کې ورته ووايي چې: « ته د همدې کار قابل یې».
له دې ور هاخوا هم دغه دښمن هیواد او ددښمن هیواد لاسپوڅي به د وېزو د وېش په سلسله کې د هیواد دا ملي مبارز خدای مکړه بندنام کړي.
که څه هم خوشحال سادات بیا بیا دا خبره کړې چې یو سرتېری دی او د حکومت هر امر او پرېکړه به پر سر سترګو مني،
خو بیا هم د هغه پلویان چې ډېره برخه په ولس کې تیت او پرک دي په یوه خوله د نظام تر شا اودرېدلای شي.
افغانستان ته دا وخت د یوه یوه وګړي د رېښتونولۍ ، تبلیغاتو او ورسره د دښمن په خلاف د درېدلو ضرورت دی ،
نو په داسي یوه وخت کې چې هیواد خلکو ته اړتیا ولري د ملي او ځواکمنو سرتېرو مقرري په دقیقو منصبونو کې مثبته ثابتېدلای شي؛ او دا ډول مقررۍ به نه یوازي دا چې د خوشحال سادات ملياحساس او د هغه غرور زیانمن کړي،بلکه نور خلک به هم د هیوادپالنې مخه وګرزوي،ځکه په هیواد پالنه کې حکومت مجازات ورکوي.
له خوشحال سادت نه که له یوې خوا لنډه غر په وېره کې وو ، له بله پلوه یې تر ډېره بریده د پاکستان لاس پوڅي هم د خپلي وېري تر سیوي لاندي راوستي وو؛ اوس به ډېريکړۍ هڅه وکړيچې په همدغه منصب کې دا پیاوړی جنرال خدای مکړه بندنام کړي.
لیکوال:ځدران
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.