The news is by your side.

د افغاني فلمونو جشنواره؛ لا هم ډېری افغانان پردي فلمونه ګوري

خبریال وېپاڼه/ د افغان فلم اداره وايي، د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د لاجورد په نامه د فلمونو لس ورځنۍ ملي جشنواره پیلیږي.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي ویلي، دغې جشنوارې ته، چې د خصوصي سکټور په ملاتړ پیلېږي، نږدې ۲۰۰ بېلابېلو افغاني فلمونو ثبت نام کړی، چې ۵۰ فلمونه به یې نندارې ته وړاندې شي.

اغلې کریمي زیاتوي، دغه جشنواره به افغانستان کې د سینما ځپل شوي صنعت ته له سره وده ورکړي او په وینا یې، دوی هڅه کوي، چې له دې لارې خپل خلک د فلم لیدو ته راوبولي.

د هغې په خبره، د لاجورد جشنواره درې ورځې وروسته پلیږي چې د لسو ورځو لپاره به دوام ورکړي.

تر اوسه افغانستان کې د فلمونو کومه ملي جشنواره نه ده ترسره شوې، خو مهرګان او د هرات ښځې د فلمونو هغه جشنوارې دي چې وروستیو کلونو کې د خصوصي سکټور له خوا ترسره شوي دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د نورو برخو ترڅنګ په افغانستان کې د سېنما صنعت هم وده کړې، خو د افغان سینما ځینې لوبغاړي پخپلو مرکو کې تل ګیله کوي چې زموږ وطنوال پردي فلمونه ګوري.

افغانان لا هم پردي فلمونه ګوري

د افغان سینما ځینې لوبغاړي پخپلو مرکو کې تل ګیله کوي چې زموږ وطنوال پردي فلمونه ګوري خو خپل افغاني فلمونه، چې د خپل هیواد محصول یې دی او د افغان هنرمندانو په هڅو جوړ شوي دي نه ویني یا ډیر نه ویني.

افغان فلم جوړونکي وايي، چې په پردیو فلمونو کې د افغاني فلمونو په تناسب جنګ جګړه هم ډېره وي، مګر زموږ هېوادوال یې په مینه ګوري، حال دا چې د افغاني فلمونو کي د پردیو فلمونو په تناسب هیڅ درواغ نسته او اکثره صحنې یې واقعي دي، خو بیا یې هم زموږ یې خلک لیدلو ته زړه نه ښه کوي.

فلم جوړونکي د افغاني سینما د نه پرمختګ یو مهم علت هم دا بولي چې افغانان خپلو محصولاتو ته لږ توجه کوي او خپل افغاني فلمونه نه ګوري.

داچې افغاني فلمونه ولي لیدونکي نه لري یا یې ډیر کم لري هغه موضوع ده چې باید په دقیق ډول وڅیړل شي. د افغاني فلمونو د لیدونکو کموالی ډیر علتونه لري چې یو شمیر یې پخپله افغان فلم جوړونکو هم په ګوته کړي دي.

دا سمه ده چې په تیرو څوارلسو کلونو کې د افغان دولت اړوندو مسولو ادارو په تیره د اطلاعاتو او کلتور وزارت افغاني سینما ته لږه پاملرنه کړې ده. دغه وزارت که نه شوای کولی چې له افغان سینماګرانو سره د فلمونو په جوړولو کې مالي مرسته وکړي، نور ډیر داسې څه و چې کولی یې شوای د افغان سینما د پرمختګ په لاره کې ګټور تمام شي.

حکومتي مسوولې ادارې باید د افغاني سینما د پرمختګ په برخه کې له خپله وسه سره سم ګامونه پورته کړي او نور فلم جوړونکي هم باید زموږ د فلمونو نیمګړتیاوې را برسیره او د رفع کولو په برخه کې یې مسوولانه کار وکړي، تر څو زموږ سینما لږ تر لږه له ګاونډیو سره سیاله شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance