The news is by your side.

ځوانانو دا کار وکړئ/باید وشي!

خبریال وېبپاڼه – د  ځمکې پر مخ دوه متمدین قومونه موجود و، یوه ډله اریایان و بله ډله یونانیان و
دلومړي ځل لپاره چې یې ساسنګرایټ حساب کشف کړ هغه شخص افغان و، دلومړي ځل لپاره چې دا مفکوره وړاندې کړه چې ځمکه ګرد شکل لري “ګلېله” نومېدی دیونان و له دې کړنو جوتیږي چې دا قومونه متمدین هوښیار قومونه و.

افغان په نړۍ کې له هر قوم سره سیال قوم و چې په نړۍ کې به هر بدلون راتلی په دې که به دافغان قوم مستیقیم او غیري مستقیم ښکېل و.
لنډ درته ووایم چې ډېر ټول منلی قوم و متمدین انساني قوم و ښه ښه شخصیتونه یې او روحانین یې درلودل سلسله پر ساسله دا قوم تر نن عصره راورسېدی.

ددې قوم لوی بری په یوالي کې و ټول عمر د دښمن په مقابل کې سره بسیج و یوه چیغه یو سرلاری به یې وټاکی په دې کار سره دوئ په نړۍ کې عزتمند قوم و هیڅ یرغلګر زړه نشو ورته ښه کولای چې دافغان قوم انسان دې مړ کړي یادې وطن ترې ونیسي.

افغان هغه وخت بدبخته شو چې بېړۍ یې په نس کې سوری وکړ او افغانانو خپله کښتۍ خپله سورۍ کړه.

په اول ځل افغانانو خپل متفکر سیدجمالدین افغان چې اساسي بدلون یې راوستی له ملکه یې ویستی ځکه دوئ وام درلود چې پاچاهي به راڅخه ونیسي، دا کار ته چې کله امیرشېرعلي خان انجام ورکړ دافغانانو کښتۍ سورۍ شوه ځکه چې دقوم دابادۍ شعور یې له ملکه ویستی سیسیزم ریښې یې وکرلې.

دوهم کله چې دپښتون ګوډملا دانګرېزانو په خوښه دشاه امان الله په مقابل کې راپورته شو، ددې وطن معاصر بنسټ یې ړنګ کړ دوطن دنړېدو دوهم چکوش پرځای ولګېدی.

درې قدم دا وه چې دلته خلک په ۱۹ پېړۍ کې دپردې ایزم په نشه کې غرق دواک اخیستلو لپاره دوطن او فوځ پر ضد په جګړه لاس پوري کړ
دې جګړې نو وطن دومره خوار کړ چې له کوچني تر لویه پوري د شپږن ګاونډي پنجابي محتاج شو.

څه راته پکار دي؟
ځوانانو تېرو مشرانو ددې وطن په سر او عزت لوبي کړې دي له دې وروسته په دې پردو خېټور پسې مه ځئ خپل لیدلوری وټاکئ، درس ووایاست، تربرګني او بې ځایه دښمني مه کوئ، په خور لور تعلیم وکړئ، ښځې لکه څاروي مه خرڅوئ، د دنیا له خلکو زده کړه وکړئ خپل تېر تاریخ وګورئ.

مخ واوړئ له دې خرڅشوي رهبرانو څخه، راځئ خپله تصمیم ونیسئ لکه پښتونخوا په څېر غورځنګ وکړئ دخلکو او خاینانو له ستونو دافغان انسان حق وکاږئ.

که غورځنګ ونه کړئ ځان هوښیار نه کړئ ټول ژوند به ذلیل یاست.

بدلون وکړئ مثبت بدلون په ریښتیا دوطن خدمت ته خدمت ووایاست.
پنجاب بل دهر ملک جاسوسان تر ستوني ونیسئ وطن له دې مردارۍ پاک کړئ ځوانانو دا کار وکړئ باید وشي.

لیکوال: ننګ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.