هند د پاکستان مخکښ دیپلومات احضار کړی
خبریال وېبپاڼه/ هند د لانجمن کشمیر د پولې په اوږدو کې د جیش محمد ډلې د وسله والو د یوې حملې د شنډولو په عکس العمل کې د پاکستان مخکښ دیپلومات احضار کړ.
نوې ډېلي وايي، تېره اوونۍ یې د لانجمن کشمیر د پولې په اوږدو کې د جیش محمد وسله والې ډلې د یوې سترې حملې مخه نیولې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت نوې ډېلي کې د پاکستان شارژدافیر ته خپل رسمي اعتراض وسپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، هند خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه چې د پاکستان د نړیوالو تعهداتو پرځای کول وو او باید پاکستان تر خپلې ولکې لاندې له قلمرو څخه د هند پرضد د تروریستي اعمالو لپاره کار وانخلي.
د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي تېره جمعه ویلي وو، د هند له امنیتي ځواکونو سره په وسلواله نښته کې د جیش محمد د څلورو پاکستاني پوځیانو وژل کېدل، ښيي چې دغو پوځیانو غوښتل، په کشمیر کې یوه ستره ترهګریزه حمله وکړي.
خو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نریندرا مودي ادعا رد کړې ده.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان دا موارد د هندوستان مایوسوونکې هڅه ګڼي چې غواړي تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې له دولتي ټرورېزم او د پاکستان پرضد د ټروریزم له مالي ملاتړ څخه د نړیوالو پام بلې خوا ته واړوي.
په اټمي وسلو د سمبالو دوو سیمه ییزو رقیبانو هندوستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې لا زیات شو چې په تېره اګسټ میاشت کې د نریندرا مودي حکومت تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د کورواکۍ حیثیت ختم کړ.
کشمیر پر دوو برخو وېشل شوې چې یوه برخه یې د پاکستان او بله د هندوستان په ولکه کې ده، خو دواړه هېوادونه د دې سیمې پر بشپړ مالکیت دعوه لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.