The news is by your side.

کابل ښار کې د ګرځبندیز طرحه تصویب شوه

خبریال وېب پاڼه/د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د کابینې لخوا په کابل ښار کې کې د ګرځبندیز طرحه تصویب شوه.

څو شېبې وړاندې د ولسمشر ستر سلاکار او د کورونا ویروس د مخنیوي پر وړاندې د جوړې شوې کمېټې مشر وحید عمر په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې په کابل ښار کې پر تګ راتګ د بندیز لپاره جوړه شوې طرحه د کابینې لخوا تصویب شوه او تمه ده چې د دې برخې د مدیریت لپاره جوړه شوې کمېټه به یې وروسته جزیات شریک کړي.

تر دې وړاندې په هرات، نیمرز او هراه ولایتونو کې ګرځبندیز اعلان شوی ؤ چې له تېرو دریو روځو را هیسې په یادو شویو ولایتونو کې تګ راتګ درول شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فېروزالدین فېرزو څو وړمه ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې که په کابل او ځینې نورو ښارونو کې د کورونا پېښې زیاتې شي، په دغو ښارونو کې به هم د پورتینو دریو ولایتونو په شان ګرځبندیز اعلان کړي.

کابل یو ګڼ توکمی ښار دی چې د اټکل له مخې څه د پاسه شپږ ملیونه وګړي په کې استوګن دي. دغې وړوکي ښار کې چې د مساحت محدوده یې هم وړه ده د هېواد له کابو ۳۳ ولایتونو څخه راغلي وګړي په کې اوسېږي چې وخت ناوخت یې پر ککړه هوا هم د پام وړ بحثونه او اندېښنې رد او بدل کېږي.

کورونا اوس په یو نړیوال چلنج اوښتې نارورغي ده چې تر نیم ملیون زیات نړیوال پرې اخته دي. په دې برخه کې ایټالیا تر بل هر هېواد زیاته د کویډاـ۱۹ تر برید لاندې راغلې ده. ویل کېږي په دغه اروپایي هېواد کې تر ۸۲۱۵ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ زره نور پرې اخته دي. هسپانیا کې بیا د ۴۳۶۵ کسانو د مړینې خبر وړکړل شوی دی.

چین، ایران، امریکا، آلمان او فرانسه له پورتنیو دوو هېوادونو وروسته هغه هېوادونه دي چې کویډاـ۱۹ پکې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

په افغانستان کې تر دې مهاله د ۹۶ کسانو پر کورونا د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی. په دې ډله کې ۳ کسان وژل شوي او څلور نور بېرته ورڅخه رغېدلي دي. په ډېری ولایتونو کې اوس هم پر مشکوکو پېښو معاینه روانه ده چې ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي. کورونا له نړۍ سربېره د افغانستان پر اقتصاد ژور اغېز شیندلی دی.

ویل کېږي په بازارونو کې د توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او دغې چارې هېوادوال اندېښمن کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance