The news is by your side.

د کندز پولیسو له زده کوونکو سره د قرطاسیو مرسته وکړه

خبریال وېب پاڼه/ د کندز ولایت پولیسو د ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیو مرستې ووېشلې.

د کندز د امنیه قومندانۍ د خلکو پولیسو مدیریت د لیسه نسوان څلورم ښوونځي له ٤٠٠ تنه زده کوونکو سره د قرطاسیو مرسته وکړه.

د کندز د پولیسو مطبوعاتي دفتر وایي، له دې یې موخه د زده کړو لپاره د زده کوونکو د پوهاوي او لېوالتیا لوړول وو.

یاد دفتر وایي، امنیه قومندان یې د خلکو د خدمت لپاره ولاړ دی او په همدې هڅه دی چې د کندز باعزتو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د یادې لېسې سر ښوونکي او زده کوونکو د پولیسو له منسوبینو د همکارۍ د احساس لرلو لپاره مننه وکړه او له امنیتي ځواکونو یې ملاتړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له څو لسیزو را په دې خوا د جګړو له امله کندز ولایت خورا زیات ځپل شوی.

په کندز ولایت کې د زده کړې سېسټم هم تر ډېره تخریب شوی، د جګړو او بریدونو پر مهال د ښوونځیو ودانۍ تخریب شوي او زیات شمېر زده کوونکي ولایتونو ته بې ځایه شوي، چې په دې توګه له ځینو یې زده کړې پاتې شوي.

دا مهال کندز ولایت په زیاته کچه د ښوونیزې برخې رغاوي او پیاوړتیا ته اړتیا لري.

کندزي زده کوونکو د جګړې په څه نا څه درېدو سره بیا ژر ښوونځي ته ځي خو د جګړو له امله د ښوونځیو تخریب او د ښوونیز سېسټم پر مخ یو شمېر خنډونو زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي.

د کندز په یو شمېر سیمو کې چې لا عم جګړه روانه ده، ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بند دي او له اوږدې مودې را هیسې زده کوونکي د زده کړو له ځنډ سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance