The news is by your side.

په ۲۰۱۹ م کال کې طالبان ترټولو خونړۍ ډله معرفي شوې

 خبريال وېبپاڼه/ د شدت او جګړو په هکله د نړۍ په کچه تازه خپور شوی راپور ښيي چې طالبان د نړۍ ترټولو وژونکې ډله ده، د ګلوبل تروريزم انډيکس د راپور په بنسټ چې طالبان په ۲۰۱۹ م کال کې د نړۍ ترټولو خونړۍ ډله وه.

طالبان په داسې حال کې د نړۍ ترټولو خونړۍ ډله معرفي کېږي چې د امريکا د متحده ايالاتو سره یې د سولې توافقنامه لاسليک کړه د افغان حکومت د استازو سره یې خبرې روانې دي خو د جګړې په شدت کې یې هېڅ راز کمي نه ده ښودلې، که څه هم په ښکاره طالبانو د امريکا د متحده ايالاتو سره په کړي توافق کې دا وعده کړې چې د شدت او جګړو کچه به راکموي خو د افغانستان د امنیتي ادارو ارقام او په افغانستان کې روان وضعيت ښيي چې طالبانو نور هم جګړو او وژنو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو سره د خبرو او د امريکا د متحده ايالاتو سره د توافق په واسطه رامنځته شوی بدلون صرف دادی چې طالبان نور په امريکايي ځواکونو بريد نکوي، په افغان ځواکونو ددوی بريدونه همغسې دوام لري.

دداعش په حملو کې کم والی راغلی
د ګلوبل تروريزم انډيکس د راپور په بنسټ چې دداعش په حملو کې ۴۰ سلنه کم والی راغلی دی، په ځانګړي ډول د داعش بریدونه په سوریه او عراق کې کم شوي دي او په دې دوو مسلمانو هېوادونو کې نور داعش د ختمېدو نقطې ورنېږدې شوی دی.

که څه هم د ګلوبل تروريزم انډيکس په راپور کې راغلي چې په نړۍ کې دداعش بریدونه کم شوي دي خو په افغانستان کې بیا دا حالت سرچپه دی، په افغانستان کې نه يوازې دا چې د داعش په بریدونو کې کم والي نه دی راغلی بلکې نور هم زيات شوي دي.

په افغانستان کې موجود داعش د نړیوال داعش څخه بېل دی، په افغانستان کې دداعش جګړه هم يوه معما ده او تراوسه ډېر د نظر خاوندان په دې اند دي چې داعش هسې یو نوم دی او داعش د استخباراتي کړيو يوه پروژه ده، په افغانستان کې بيا دداعش فعاليت او په بريدونو کې زياتوالی تر بل هرڅه زيات د پوښتنې وړ دي، ځکه همدا اوس هم د داعش ترټولو لوړ پوړي چارواکي د افغانستان د حکومت په زندانونو کې پراته دي خو بيا هم داعش په افغانستان کې دومره وس لري چې ډېر مغلق بریدونه طرحه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance