The news is by your side.

پاکستان په زور د وزيرستان کانونه استخراجوي

خبريال وېبپاڼه/پښتونخوا او وزيرستان د ګنو کانونو شتمنې او غني سيمې دي، ددې سيمې وګړي وايي پاکستاني حکومت دغلته موجود ټول کانونه دولتي اعلان کړي دي او دوی ته یې ويلي چې دا کانونه به حکومت باسی خو لس سلنه ګټه به یې ددې سیمې په پرمختګ کې مصرفوي.

د سيمې ځايي اوسېدونکي وايي چې حکومت لګيا دی ددې سيمې څخه کانونه اوباسي خو ددوی په سيمه کې د ابادۍ او پرمختګ لپاره هېڅ ډول پانګونه نه دې شوې او د پاکستان د حکومت چارواکو ددوی سره کړې وعدې نه دي عملي کړې.

د سیمې خلکو ته ارزښت نه ورکول کېږي
ددې سيمې څخه راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت په خوله دا خبره کوي چې ګواکي ددې کانونو د ګټې څخه يوه برخه به ددوی په سيمو کې په ابادۍ ولګېږي خو موجود ټېکه داران د پوځ سره اړیکه لري او د خلکو سره د مشورې هېڅ نيت نلري بلکې پخپل سر لګيا دي کانونه اوباسي.

د شمالي وزیرستان چې د ولسي جرګې استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي چې ددوی په سيمو کې ډېر زيات کانونه موجود دي، داوړ هم دا خبره کوي چې ددې سیمې کانونه د پوځي چارواکو سره د نېږدې اړیکو درلودونکي کسانو ته ورکول شوي او هغوی د خلکو سره هېڅ ډول مشوره نکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غړی ددې سیمې صوبائی حکومت هم په قانون ماتونه تورنوي او وايي چې د صوبې حکومت په دې برخه کې په موجوده قوانينو عمل نکوي بلکې هغه څه مني چې پوځ ورته وايي.

پروژيي جګړو د کانونو څخه ګټه اخيستنه ستونزمنه کړې
د پښتنو سيمې د ګڼې کانونو کوربه دي، په دې سيمو کې ډیری قيمتي کانونه شتون لري، خو دا سيمې تل د جنګ او جګړو ښار وې، په دې سيمو کې پاکستاني پوځ ډېر وخت جنګي ډلې تربيه کولې، يو ځل به چې دا ډلې جوړېدې نو ددې لپاره چې خلک ورته تسليم شي او ورڅخه وډار شي دې ډلو به په خلکو وحشت کاوه، بيا به چې ددې ډلو وخت تېر شو نو پاکستاني پوځ به د امريکا څخه ددوی له منځه وړلو لپاره پيسې غوښتې او بيا به یې په دې سيمو کې عمليات وکړل او ددې په ترڅ کې به بيا خلکو ډېر زيات زيانونه وليدل.

که په لنډو کې ووايو نو ددې سیمو خلکو د جنګونو له لاسه د ارام ساه نه ده اخیستې او نه هم دا فرصت برابر شوی دی چې ددې سيمې د ملي شتمنيو څخه ګټه پورته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.