کابل کې د کرونا د مخنیوي لپاره د ودونو تالارونه هم تړل کیږي
خبریال وېب پاڼه/ د کابل ښاروالۍ د روغتیا وزارت او پارلمان د پرېکړې پر اساس له کرونا ناروغۍ نه د مخنیوي په پار سبا شنبه کابل کې د ودونو تالارونو او هوټلونو د تړلو نیت کړی.
ښاروالۍ وایي، دا پرېکړه یې د عامې روغتیا وزارت او پارلمان سره په ګډه سلا شوي، چې کابل کې به د ودونو تالارونو با هوټلونه تړلي وي او تر څو چې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر را کم شوی نه وي، هوټلونه به تړلي پاتې وي.
عامې روغتیا وزارت او پارلمان په ټول هېواد کې بیا د ودونو تالارونو د تړلو په اړه څه نه دي ویلي، خو په کابل کې یې د تړلو تکل کړی.
عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو ګراف لوړېدو له کبله اندېښنه ښوولې او له هېواد والو د روغتیایي تدابیرو د مراعتولو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال ده چې تېره اوونۍ د لوړو زده کړو وزارت د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه هم د درې میاشتو لپاره رخصت اعلان کړل.
یاد وزارت د رخصتۍ په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې د کرونا نه یادونه نه وه کړې، خو په ظاهر کې یې داسې ښودله چې ګواکې د کرونا ناروغۍ د دویمې څپې د مخنیوي لپاره پوهنتونونه تړي.
هېواد کې د هوا په سړېدو سره د کرونا ناروغۍ د مثبتو او مړینو پېښو شمېر د څو میاشتو په پرتله لوړ شوی.
افغانستان ته د کرونا ویروس په را رسېدو سره د دې ناروغۍ زور زیات وو، چې د پاخه عمر لرونکي ډېرو کسانو ژوند یې واخیست، خو د دوبي په راتګ او د هوا په ګرمېدو سره، د کرونا د زور کمېدو نه وروسته لوی ښارونه او تحصیلي او ښوونیزې ادارې پرانیستل شوې، خو یو ځل بیا د هوا سړېدو له کبله داسې ښکاري چې د کرونا د دویمې څپې مخنیوي لپاره ممکن یو ځل بیا لوی ښارونه وتړل شي او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بندیز ولګول شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.