ولې تراوسه دواړو لورو په اوربند موافقه نه ده کړى!؟
خبريال وېب پاڼه: د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د مزاکراتو څخه دوه نيمې مياشتې تيريږي خو د داخلي او بهرنیو غوښتنو سره سره اوس هم دواړو لورو په اوربند موافقه نه ده کړې او نه د تاوتریخوالي په کمښت کې کوم بدلون راغلي.
هغه معلومات چې امنیتي بنسټونه يې هره ورځ خپروې د سولې د مزاکراتو په جريان کې تاوتریخوالي په افغانستان کې په ډيريدو دى. په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت وايې اوس مهال د شلو څخه په ډيرو ولايتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې او نښتې روانې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي په ډيريدو سره دا ثابته شوه چې طالبان سولې ته غاړه نږدي
خو، بل خوا طالب مشران وايې تر هغه چې د سولې په اړه کومې نتيجې ته و نه رسېږي ددوي وسله وال به د جنګ ميدان همداسى ګرم اوساتې او جنګ ته به دوام ورکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايې(يواځينۍ لار د طالبانو لپاره دا ده هغه موقع چې اوس لاس ته ورغلي بايد ګټه ترې واخلي او افغان ولس چمطو دي چې طالبان ومني خو، د يوې منظمي سياسي هوکړې وروسته په دى شرط چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي).
د تاوتریخوالي زيات قربانيان ملکي وګړي دي افغان ولس وايې تاوتریخوالي نور دوي ته د منلو وړ نه دي او بايد دواړه غاړې په اوربند موافقه وکړي.
عتيق الله امرخېل يو پخوانى پوځي قوماندان وايې طالبان غواړي د جنګ او فشار له لارې قدرت لاسته راوړي خو، د طالبانو دا خيال به هيڅکله هم په رښتیا بدل نشي نو طالبان اول بايد په اوربند موافقه وکړي او بيا د يوې تلپاتې سولې لپاره کار وکړي او سولې ته غاړه کېږدي.
دي وروستيو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته په خپل سفر کې ويلي وه چې له افغانستان سره به د سولې په راوستو او د تاوتریخوالي په کميدو کې پوره مرسته او همکاري کوي چې د خان دا څرګندونې نمايشي بڼه لري.
په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډيريدو وروسته د اسلامي علماوو نړيوالې اتحادیې، د ماليزيا، کويټ، بنګله دېش علماﺀ او همدارنګه د فلسطین د علماوو شورا رئیس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانه جګړه ناروا بللې او له دواړ لورو يې د اوربند غوښتنه کړي خو، معلوميږى چې وسله والو طالبانو دي غوښتني ته وخت نه دى ورکړى.
د سالم حسني، په نوم يو ديني عالم په خپل بيان کې ويلي (افغانستان کې روانه جګړه شرعي جواز نلري او هره ډله چې جګړه غواړي ناروا او حرام عمل ترسره کوي).
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.