The news is by your side.

امریکايي شنونکي: طالبان غواړي بیا امارت ژوندی کړي

خبریال وېبپاڼه/ امریکايي شنونکي وايي، وسله وال طالبان په سوله هیڅ باور نه لري او غواړي د روانو خونړیو جګړو له لارې بیا خپل حکومت )امارت( ژوندی کړي.

دوی په دې باور دي چې د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته ښايي افغانستان بیا د جګړو په مرکز بدل شي، ځکه په خبره یې، طالبانو جګړې ته په شدت ادارمه ورکړې ده.

په امریکا کې د پوهنتون استاد او د سیمې د وضعیت څارونکی توماس جانسن وایي، طالبان تر ډېره پر سوله باور نه لري بلکې دوی به جګړه کوي او د خپل حکومت د جوړولو لپاره به هڅو ته ادامه ورکوي. د ده په خبره، د تاوتریخوالي دوام ښيي چې طالبان له خپل دريځ نه په شا کېږي، دوی به تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي، دوی دېرش کاله جګړه کړې ده او که وغواړي د خپلو غوښتنو لپاره به پنځوس کاله نور هم جګړه کوي.

نوموړی زیاتوي، امریکا په افغان جګړه کې سترې تېروتنې کړې دي او اوسنی وضعیت هم د حل لار نه ده.

امریکايي شنونکي تمه ښودلې چې امریکا د افغان جګړې د ختمولو لپاره عملي او رښتینې حل‌لاره پیدا کړي، څو ټول اړخونه په افغانستان کې سره راټول شي او په دغه هېواد کې ددایمي اوربند او سولې لپاره کار وکړي.

توماس له امریکايي حکومت او نړیوالو د افغانستان په اړه د ځیرکتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سرتېرو په وتلو او ګڼو نورو مسایلو کې باید د بېړنۍ پرېکړې پر ځای له احتیاط کار واخیستل شي.

ایا یوازې طالب سوله نه غواړي؟

یوازې طالب په افغانستان کې د سولې دښمن نه دی، اشرف غني هم د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړې ده، د افغان سولې لپاره طالب او غني دواړه د یوې سیکې مخونه دي، ځکه تېره ورځ بي بي سي په ارګ کې د سرچینو له قوله په ډاګه کړه چې د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د مذاکراتو د کړنلارې هوکړه نهايي شوې وه، مګر غني یې مخالفت کړی دی.

طالب مشران غواړي خپل امارت بیا را ژوندی کړي، په قطر او د سیمې هېوادونو کې له ناستو پاستو خوند واخلي او غني د افغانانو په وینو سیاست چلوي او د سولې دښمني ته یې ملا تړلې ده، ځکه هیڅ لوری تاوان نه ویني، یوازې مظلوم او بې وسلې افغانان د ناولې جګړې قیمت پرې کوي.

حل لار څه ده؟

که څه هم پخوا دا باور کېده چې طالب او غني د سولې دښمنان نه دي، بلکې د سولې مذاکرات او د ۲۰ کلن جنګ ختمېدل وخت او حوصله غواړي، خو اوس چې د سولې روانه پروسه کې د غني او طالب لخوا د سولې په مخ کې ډول ډول خنډونه جوړېږي، دا ثابته شوه چې دوی دواړه دلته سوله نه غواړي.

تر ټولو مناسبه حل لار دا ده چې غني له ارګه او طالب له قطره وشړل شي او د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ یو داسې چاته پرېښودل شي، چې د افغانانو پر وینو د سیاست پر ځای د جګړې ختمول د خپلې سیاسي تګلارې او د واک د دوام د مهم عنصر په توګه وټاکي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance