د خان نمایشي سفر؛ پاکستان سره سوداګرۍ برخه کې لا هم ګڼې ستونزي شته
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره د دوه اړخیزه همکاریو یو هوکړه لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې د خصوصي سکتور پر وړاندې شته ستونزې به ژر تر ژره هواروي، خو لا هم له دې هېواد سره د سوداګرۍ برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.
لوړه تعارفه، په سرحد کې د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکټور پر وړاندې عمده ستونزې دي چې لا هم نه دي هوارې شوې.
د هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، دوی هڅه کوي، چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټولې شته ستونزې له منځه یوسي.
د یاد وزارت ویاند فواد احمدي ویلي، یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستاني چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره یاد هېواد ته سفر وکړي.
د سوداګرۍ وزارت مسوولینو په وینا، افغانستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو پر ارزښت سوداګري لري، خو په خبره یې، هڅه کوي چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.
د عمران خان نمایشي سفر
کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ هم دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو او ملاتړ په اړه پر یو نوي ګډ سند هوکړه شوې ده.
په دغه سند کې هم د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.
عمران خان ژمنه کړې وه چې حکومت به یې د پاکستان ـ افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي او د خصوصي سکټور پر وړاندې شته ستونزې به ژر تر ژره هواروي.
خو د دې هر څه باوجود د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین شکایت کوي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې موجودې دي.
د پاکستان درواغجنې ژمنې
پاکستان بیا بیا له افغانستان سره ژمنې کړې دي، خو هیڅ ژمنه یې نه ده پورې کړې او هر اقدام یې دلته د خپلو ګټو لپاره دی.
پاکستان ظاهراً له افغانستان سره د دوستانه اړیکو هیله څرګندوي، خو د پردې تر شا پر افغان خاوره د بدبختۍ تر ټولو لوی عامل همدا هېواد دی، ښه بېلګه یې کابل ته د عمران خان وروستۍ سفر دی، ظاهراً یې په څلور مواردو له غني سره د همکاریو هوکړه وکړه، مګر اصلي موخه یې له افغان زندانیانو د خپلو هغو بندیانو خوشې کول وو، چې لاسونه یې د زرګونه افغانانو په وینو سره دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.