The news is by your side.

طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي

خبریال ویب پاڼه / وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ او پر ځای یې « اسلاميامارت»‌ راشي .

د طالبانو د جلب او جزب کمېسیون مشر او د کوټې شوراغړی ملا عبدالکبیر واييچې طالبانو ته په هیڅ ډول دافغانسان اوسنی نظام د منلو وړ نه دی او باید ړنګ او پر ځای یې طالبي نظام امارت راشي‌.

نوموړيدا خبريپه پاکستان کې د طالب قوماندانانو غونډيته وکړې او د مسجد له ملایانو او طالب قوماندانانو یې وغوښتل چې دا خبره د هر افغان تر غوږه ورسوي .

د ملا عبدالکبیر د وینا د متن یوه برخه :‌

بل لورته د طالبانو بل مشر د کوټيشورا او د قطر د مذاکراتيټیم غړی ملا فاضل اخوند واييچې امریکایان به په بشپړه توګه له افغانستان نه وزي؛ نوموړيدا خبره کويچې د امریکا یانو سره پر شويتړون یې له شیخ هیبت الله نه هم اجازت او موافقه اخیستې ده .

ملا فاضل اخوند چې په دې وروستیو کې د قطر د دفتر ویاند سوهیل شاهین سره د پاکستان سفر درلود طالب قوماندانانو ته د یوې وینا پرمهال ؛ طالب قوماندانان د افغان حکومت خلاف جګړې ته را وپارول او له دوی نه یې د اتفاق غوښتنه وکړه .‌

ملا فاضل هم واييچې دافغانستان حکومت به ړنګېږياو پر ځای به یې د طالبانو اسلاميامارت راځي‌.

ملا فاضل هم د ولسمشر غني په څېر د خپلې وینا په وروستیو کې یوه سره کرښه وکښله او ویې ویل چې دافغانستان حکومت به په هر حالت کې له منځه ځي‌.

د ملا فاضل د وینا غږیز متن :‌

نور طالب قواندانان هم د افغانسان د حکومت د ړنګېدو خبره کوياو واييچې لمړی باید زندانیان راخوشياو بیا باید د افغانستان حکومت ړنګ کړل شي‌.

خبریال ویب پاڼې ته د طالبانو د کوټيشورا د غړو له لوريپه رالیږل شویو تلیفونيپیغاونو کې ټول طالب قوماندانان د زندانیانو تر خلاصون وروسته یوې بليجګړې ته د تیاريپه هڅه کې دي .‌

طالب مشر د کوټيشورا له نورو غړو سره تر غونديوروسته وايي‌ :‌

طالبانو په داسيوخت کې دافغانستان د حکومت ړنګولو ته لیڅيرانغښتې ديچې د ولسمشر غنيحکومت تر بل هر وخت په کور دننه او بهر له سختو فشارونو سره مخ دی .

په کابل کې ډېری د چارو کارپوهان په دې نظر ديچې ولسمشر غنيبانديراڅرخېدلې کړۍ اشرف غنيته دقیق معلومات نه ورکوياو دا علت دی چې نوموړی د حکومت په اداريچارو کې تر بل هر وخت سخت را ګیر دی.

طالبانو وروسته له هغه په پاکستان کې په ښکاره د افغان حکومت خلاف غونډيپیل کړې چې د روان کال د فبروريپر ۲۹ نېټه په قطر کې د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ د سوليتړون لاس لیک شو .

طالبانو له امریکا یانو سره تر تړون وروسته پر افغان امنیتيځواکونو بریدونه زیات کړل او هڅه یې وکړه چې په جګړه کې د ښکیلو طالبانو مورال قوياو د افغان امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړي .

طالبان په تبلیغاتو کې هم څو قدمه تر افغان حکومت وړانديدي؛خو د دوی مینځ کې ستونزه داده چې تبلیغاتي ټیم یې خپل منځياختلافات لرياو د خپلو نورو مشرانو ځینيپټې خبريهم د بیلا بیلو رسنبو پر لاس رسنیزيکوي چې له هم دې کبله  د طالبانو تبلیغاتيټیم یا مطبوعاتيکمېسیون مشران هم له اختلافاتو او انتقاداتو سره مخامخ دي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance