تر اوسه شپږ ولایتونه قرنطین شوي
خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې په ټول هېواد کې د کابل او هرات په ګډون شپږ ولایتونه قرنطین شوي دي.
وروسته له هغه چې کویډاـ۱۹ د هېواد لویدیځو ولایتونو ته راغی، چارواکو تر نسبي هڅو وروسته په لومړي ځل په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر ګرځېدو محدودیت وضع کړ. کورونا چې اوس یو نړیوال ناورین بلل کېږي او له روغتیا سربېره نړیوال اقتصاد ته یې هم د پام وړ ضربه رسولې ده، په ډېر کم وخت کې د افغانستان څو نورو ولایتونو ته هم خپور شو.
غزنی، کابل او د جنوب لویدیځې حوزې یو شمېر ولایتونه هغه سیمې دي چې د دغه ویروس تر برید لاندې راغلې دي. دا ټول ولایتونه له ایران څخه د راغلو افغان کډوالو له امله اغېزمن شوي دي. د کډوالو چارو وزارت د شمېرنو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې له ایران نه شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان را ستانه شوي دي. په دوی کې چې ډېری یې مزدوره طبقه ده، له کورونا ویروس سره د هېواد له پولو را داخل شول. دوی کویډا خپلو سیمو ته ورسره ولېږداوه او له ځانونو سربېره کورنۍ او هغه کسان چې ورسره راشه او درشه لري، په دغه وبا ناروغۍ اخته کړل.
د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په هېواد کې هرات ولایت د دغې ویروس تر سخت برید لاندې راغلی چې د اتیاوو شاوخوا کسان یې پر کویډاـ۱۹ باندې اخته دي. تېره ورځ د عامې روغتیا وزرات ویاند وویل چې لس نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې چې له ډلې یې دوه بهرني ډیپلوماټان دی خو په دې هکله یې نور جزیات رسنیو ته ور نکړل.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه کابل، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس او هلمند قرنطین شوي او په وګړو د ولایتي چارواکو لخوا محدودیتونه وضع شوي دي.
تېره ورځ په کابل کې د ګرځېدو د محدودیت لومړۍ ورځ وه، ادارې بندې وې خو په ښار کې د نورو ورځو په شان ګڼه ګوڼه تر سترګو کېدله. تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل چې سر له نن یکشنبې به د کابل پولیس په ښار کې قیودات زیات کړي او له ښاریانو یې وغوښتل چې په دغه بهیر کې له پولیسو سره مرسته وکړي.
ویل کېږي د تېره شپه په هرات کې شپږ او په کابل کې یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې په دې سره په ټول هېواد کې د مجموعي مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷ ته ورسېد. له دې ډلې ۵ کسان جوړ شوي او ۳ نور ترې وژل شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزرات وایي که په نورو ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې زیاتې شي، هلته به هم پر ګرځېدو محدودیت وضع کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.