The news is by your side.

کرزی؛ د سولې لپاره دې د زهرجنو تبليغاتو څخه ډډه وشي

 خبريال وېبپاڼه/ نن په ارګ کې د مصالحې د عالي شورا غونډه جوړه شوې وه، د غونډې د خبرو کونکو او ګډونوالو څخه پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په وړاندې د زهرجنو تبلیغاتو د درولو غوښتنه وکړه.

پرته د رسميتاتو هرې ډول همکاري
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي پخلاينې د شورا په غونډه کې وويل چې دی ته تیار دی د سولې په روانو هڅو کې د زړه د تله همکاري وکړي، کرزي پخپلو خبرو کې زياته کړه چې د سولې لپاره په دولتي جوړښت کې ځای نه اخلي، خو په غیرې دولتي هر ډول هڅو کې برخه اخیستو ته تيار دی.

د پخواني ولسمشر له لوري د رسمي چوکاټ څخه تېښته د ډېر وخت راهیسې شتون لري، حامد کرزی نه غواړي چې په هېڅ ډول دولتي چوکاټ کې کار وکړي، ددې یو دليل کېدی شي د‌ دولتي چوکاټ د څښتنانو خراب نیتونه وي، ځکه کرزی تر ډېره ددوی په دا ډول نيتونو خبر وي او په دوی کې د ورګډېدو څخه ډډه کوي.

څومره چې موږ ددې خاورې خاوندان یو طالبان هم دي
پخواني ولسمشر حامد کرزي د مصالحې د عالي شورا په غونډه کې د طالبانو لوري ته په اشارې سره وویل چې طالبان هم ددې خاورې خلک دي، څومره چې په دې خاوره کې موږ د واک څښتنان يو څومره چې موږ ځان ددې خاورې مالکان بولو طالبان يې هم بولي.

د حکمتیار سره مشوره ښه خبره ده
پخوانی ولسمشر حامد همداراز د مصالحې د عالي شورا د مشر هغه هڅې وستایلې چې د ملي اجماع، اتحاد او اتفاق د ټينګولو لپاره ېې کوي، حامد کرزي وويل چې د حزب اسلامي د امير ګلبدين حکمتيار سره مشوره او د هغې دعوت کول ښه خبره ده، پکار ده چې نور مشران د فکر څښتنان هم را دعوت شي، کرزی پخپلو خبرو کې زياته کړه چې ددوی د شمېر زياتوالی هېڅ ډول زيان نلري.

تراوسه د پردیو دسيسو قرباني شوو
په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اعتراف وکړ چې تر نن پورې ټول د پردیو د دسيسو او موخو ښکار شوی یو، خو اوس په دې هرڅه ټول پوه یو او باید بيا ددې ډول دسيسو او موخو ښکار نشو.

د طالبانو له همکارۍ مننه
کرزي وویل چې بدون د طالبانو د همکارۍ څخه په طرزالعمل باندې توافق امکان نه درلود، نو له دوی څخه هم مننه کوم چې همکاري یې وکړه او دې ته یې دا امکان وروبخښه چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي او افغانستان د سولې منزل ته یو قدم نور هم نېږدې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance