په کراچۍ کې د پي ټي اېم غونډه، پښتانه په اتفاق شول
خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې یوه لویه غونډه رابللې ده، په غونډه کې په زرګونو پښتنو ګډون کړی دی، کراچۍ د پاکستان يو تجارتي ښار دی چې پکې زيات پښتانه مېشت دي، په دې ښار کې په دومره لوړه کچه غونډه رابلل د پښتون ژغورنې د غورځنک عظيم او چکټ پرمختګ په نښه کوي.
پښتانه په اتفاق شول
د کراچۍ څخه وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په چمن کې هم یوه غونډه نیولې وه په دومره لنډه موده کې دا دوهمه لويه غونډه ده چې پي ټي اېم یې دايروي، د چمن غونډه هم یوه شانداره غونډه وه او دومره پښتانه پکې راټول شوي و چې د پاکستان پوځ د ډېرې غوسې څو ورځې وروسته په عامو پښتنو حمله وکړه.
په کراچۍ کې د پښتنو ننۍ غونډه هم يوه لويه غونډه ده، د سیمې څخه په رارسېدلو ویډیو ګانو او انځورونو کې ښکاري چې د خلکو یوه عجیبه ګڼه ګوڼه ده او زرکونو خلک راغلي دي، د پي ټي اېم له لوري په پرلپسې ډول او لنډ وخت کې ددومره لويو غونډو راټولول او جوړول ښيي چې پښتانه د يو اتفاق خاوندان کېژي، د پښتنو د مشر منظور پښتین په يوه خبره همدا ټول پښتانه راټول شي او د پاکستان غوندې يو ظلم رياست په وړاندې ودرېږي.
پښتانه اوس په دې پوه شوي دي چې که دوی اتفاق او اتحاد سره ولري نو هېڅوک یې په وړاندې نشي درېدلی، دوی چې ټول په یوه لار وي بیا هېڅوک ددوی د لارې مخه نشي نيولی، له همدې کبله اوس ټول پښتانه په یوه آواز دي، مطلق اکثریت پښتانه اوس د منظور پښتین د مبارزې ملاتړ کوي.
د غم او خوشحالۍ کراچۍ
په پاکستان کې کراچۍ داسې یوه سيمه ده چې پښتانه ورڅخه د غم او خوشحالۍ دواړه خاطرې لري، نن چې په دې ښار کې د پښتنو غږ په زوږ کې دی نو دا هم د خوښۍ او هم د خفګان ځای دی، د خفګان خبره يې داده چې ډېری پښتانه د خپلې مېنو وتلي او دلته مزدورۍ کوي ددې مزدورۍ کړاو ځانته خو په دې ښار کې بيا پاکستانی پوځ پښتانه په کراره نه پرېږدي، هغه پښتون چې لږ نوم او پوهه پيدا کړي د پاکستان پوځ يې په دې ښار کې ژوند ته ډېر مهلت نه ورکوي.
په دې ښار کې نقيب الله محسود غوندې پښتانه ځوانان په شهادت رسیدلي دي، د خوښۍ خبره داده چې پښتانه پکې ډېر دي، ځينې د ښه کاروبار خاوندان دي خو د پاکستان پوځ دلته پښتون ودې ته نه پرېږدي چې سر راپورته کړي په سر یې وهي.
د پنجابي پوځ بې وسي
څو ورځې وړاندې کله چې پاکستاني پوځ په منظور پښتین دا بنديز لګولی و چې ګواکي چمن ته به نه ځي پښتين دې غونډې ته په داسې شکل ولاړ چې د پاکستان د پوځ پېريان هم نه ورباندې خبر، اوس بيا پښتین په داسې یوه غونډه کې په کراچۍ کې راڅرګندېږی چې زرګونه ګډونوال لري او د خپل حق ناره پورته کوي، د پاکستان پوځ نور د پښتنو ددې اتحاد او اتفاق په وړاندې ډېر څه نلري، پنجابي پوځ خو ورځې وړاندې هم په عامو پښتنو ګولۍ وورولې، خو نن بيا د پښتنو غونډې دا وښوده چې پښتانه به د پنجاب ګولۍ په شا نه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.