د هند حکومت تاج محل ته رېل پټلۍ ورغځوي
خبریال وېبپاڼه/ د هند حکومت پر تاج محل ودانۍ د ناپاکه هوا د مخنیوي لپاره د یو میلیارد ډالرو په لګښت دغې ودانۍ ته رېل پټلۍ ورغځوي.
د راپورونو له مخې، د هند شمال اګره ښار کې د رېل ګاډي دغه پټلۍ په پنځو کلونو کې جوړېږي، چې د تاج محل په ګډون ځینې نورې تاریخي ودانۍ او ځایونه د بسونو او رېل ګاډو له تمځایونو یا اډو سره ونښلوي.
تاج محل په ۱۷مه میلادي پېړۍ کې د مغل پاچا شاه جهان په غوښتنه جوړ شوی او په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره یو تر ټولو مشهور ځای دی، چې هره ورځ یې شاوخوا ۷۰ زره خلک لیدو ته ورځي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې د رېل ګاډي په دې پروژه کې به د سیمې بې وزله کورنیو لپاره لس میلیونه کورونه هم جوړېږي.
تر دې وړاندې د هند سترې محکمې د نړېندرا مودي پر حکومت نیوکه کړې چې د تاج محل سمه پاملرنه یې نه ده کړې او د تاج محل تاریخي ودانۍ په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.
د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کې سترې محکمې د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتو او خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او پر حکومت یې غږ کړی و چې د مخنیوي لپاره یې له بهرنیانو مرسته وغواړي.
محکمه دې پایلې ته رسېدلې وه چې تاج محل ودانۍ، چې له سپینې مرمر ډبرې او نورو توکو جوړه شوې، د چټلې هوا له کبله یې رنګ ژېړ، نسواري او شین شوی دی.
ویل کېږي چې چټله هوا، بیا بیا وینځل، شاوخوا سیمه کې ساختماني چارې او د حشراتو فاضله مواد یا چټلي د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتلو لاملونه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.