ايا د افغانستان جګړه جهاد دی؟
خبريال وېبپاڼه/ د اسلام مقدس دين د هرڅه په هکله واضح حکم لري، خو له بده مرغه ځینې ډلې چې نيت يې بدل وي بيا د دين حکم پخپله ګټه تفسير کوي او لوی ظلم کوي.
د افغانستان جګړه د اول څخه تر پوښتنې لاندې وه او د دین پوهانو له لوري ورباندې نيوکې کېدې، خو په ځانګړي ډول کله چې طالبانو او امريکا د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو تړون لاسليک کړ نو ددې جګړې په وړاندې مخالفتونه بېخی زيات شول.
جګړې مشروعیت له لاسه ورکړی
جګړې مشروعیت له لاسه ورکړی ځکه وايو چې دلته اوس تمرکز په دې وشي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروسته نور نو جګړه نه دينی مشروعیت لري او نه کوم منطق لري.
نړيوال علماو د بېلابېلو هېوادونو ديني مشران اوس په ښکاره اعلان کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه ده او بيا ژر تر ژره ودرول شي، د اسلامي نړۍ ترټولو په معتبر ځای کې چې کعبه ده هم د افغانستان د جګړې خلاف اوازونه پورته کېږي.
په روانه جګړه کې ددواړو غاړو کسان مسلمانان دي، هېڅ افغان پوځي په دې جګړه کې په دې نیت ګډون نکوي چې هغه دې د امريکا امنيت وساتي يا دې دا جګړه د يوې ناروا عقيدې په بنسټ په مخ بوځي، افغان پوځ مجبور دی د خپل خلکو او هېواد دفاع وکړي، دا نظام که ښه دی او که بد اوس يو نظام دی، طالبان دوه لسیزې کېږي چې په غرونو کې دي، دوه لسیزې ۳۵ میلیوني ملت بې دولت څخه ژوند نشو کولی، اوس همدا نظام دی، نيمګړتياوې لري ددې په ځای چې په وړاندې یې څوک ودرېږي بيا د اصلاح لپاره یې کار وکړي.
د اسلامي امت علما دا جګړه ناروا بولي
همدا اوس په پرلپسې د نړۍ د مختلفو هېوادونو عالمان د افغانستان د جګړې په هکله خپل دريځ اعلانوي په افغانستان کې روانې جګړې ته جهاد نه وايي بلکې دې ته صرف ورور وژنه وايي.
په دې جګړه کې د بلې عقيدې يو متجاوز نه وژل کېږي، بلکې د همدې خاورې يو مسلمان بچی چې ځان ددې خاورې څښتن بولي په شهادت رسېږي.
هم افغان پوځیان او هم افغان طالبان مسلمان دي، د يوه پیغمبر ص امتيان دي، يوه قبله لري، يو قرآن خپل کتاب بولي، دا دواړه وروڼه طرفونه نور باید جګړه پای ته ورسوي او داسې یوه حل لاره راپيدا کړي چې نه سيخ وسوځي او نه کباب.
شوم نيتي پاکستاني ملايان
په افغانستان کې د روانې جګړې ديني مشروعیت ته صرف پاکستاني ملايان لاره لټوي او دا جګړه جهاد بولي، حال دا چې همدا پاکستاني ملایان په پاکستان کې د يوه کفري قانون، غيرې اسلامي ډيموکراسۍ، په ګاونډي چين کې د مسلمانانو قتل عام او نورو ګڼو مسلو په وړاندې خاموش دي، ان همدې پاکستاني ملايانو هغه وخت د امريکا طرف ونیوه کله چې امريکا په افغانستان حمله کوله، په هغه وخت کې د پاکستان حکومت خپلې ټولې ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې امريکا ته په واک کې ورکړې او امریکا د طالبانو نظام په دې ډول له منځه يووړ، همدا پاکستاني ملايان هغه وخت د پاکستان د حکومت په دې غدارانه پرېکړه خاموش و.
مطلب دا د پاکستان ملايان پخپله ديني مشروعیت نلري او د حالاتو مطابق ديني بدلوي، نو د ټولې نړۍ د علماوو په وړاندې ددوی بې منطقه او بې دينه فتواګانې هېڅ ارزښت نلري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.