طالبان وايي ټاکنو کې حکمتيار کمې رايې واخیستې
خبريال وېبپاڼه/ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پخپله نوې مرکه کې د ټاکنو په هکله خبرې کړې دي، ټاکنې په اوس وخت کې د طالبانو سره د خبرو يو مهم ټکی دی، ځکه ټاکنې به د نظام د نوعیت په هکله مهم رول لري.
ټاکنې هغه څه دي چې تراوسه ورباندې افغان ملت اتفاق لري، ځکه د ټاکنو په واسطه واک په سوله ايز ډول انتقال کېږي، تر دې وړاندې په افغانستان کې ډېر وخت قدرت او واک هغه څه و چې په سر یې وينې تويې شوې دي، د ټاکنو سره نور په سوله ايز ډول د واک لېږد ممکن دی.
د افغانانو سره اوس دا پوښتنه مطرح ده چې طالبان به ټاکنې د نظام د یوه اصل په توګه ومني او که نه، طالبانو په ښکاره وايي چې د ملت خوښه ددوی لپاره يو بنسټيز ارزښت دی خو دا چې په عمل کې او د پردې تر شا دا خبره څومره عملي ده دا به وخت ښکاره کړي.
طالبان وايي په اوسني سيستم کې هغه څوک ګټونکي دي چې خلک ښه غولوي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله مرکه کې وويل چې په نني سيستم کې دروغ ويونکي خلک ګټه ترلاسه کوي نو که د یو چا ښه دروغ نه وي زده يا يې نه وايي نو په دې سيستم کې بايلونکی دی.
مجاهد ددې خبرې لپاره د تېرو ټاکنو په هکله يو مثال ورکړ او ویې ويل چې په تېرو ټاکنو کې په افغانستان کې هغه کسانو وګټله چې ددې ملک سره يې وفاداری نه وه کړې، مجاهد وویل ګلبدين حکمتيار چې ددې هېواد لپاره یې قربانۍ ورکړې دي او تر نورو ډېر اهل دی په دې ټاکنو کې دوه درۍ فيصده رايې وګټلې، ده وويل چې د ګلبدين حکمتيار دا حال وي زموږ پايله هم په دې سيستم کې ښه نه ده.
د ذبيح الله مجاهد له خبرو ښکاري چې طالبان د ټاکنو له اوسني ډول سره موافق نه دي، ځکه دوی فکر کوي په دا ډول ټاکنو کې دوی حتمآ بايلونکي دي.
که څه هم په ښکاره مجاهد ددې خبرې استدلال دا کوي چې ګواکي د ټاکنو په دا ډول سيستم کې دوی د دروغو ويلو مهارت نلري يا یې نه وايي ګناه ده خو په حقیقت چې مجاهد ددې څخه هم وېره لري چې خلک به دوی ته رايه ورنکړي، ځکه د افغانستان خلک اوس جګړو څخه دومره ستري دي چې ان په حقه روان یو جنګ ته هم نور ښه سترګه نه ګوري.
خو افغان ملت هم اوس په دې کې نه دی چې صرف د ټاکنو همدا اوسنئ ډول وغواړي، بلکې کېدی شي دواړه طرفه طالبان او د حکومت استازي په داسې يو څه سلا شي چې هم پکې د خلکو اراده وي، يانې د ولسمشر په ټاکلو کې هم د خلکو اراده کارول شوې وي او هم د ځينو نورو کميو څخه پاک وي.
د طالبانو وياند هم په بشپړ ډول د ټاکنو سيستم نه رد کوي، د بلې خوا طالبان پدې هم تاکيد کوي چې د خلکو رايه او غوښتنه به د دولت په جوړو کې بنسټیز رول لري، طالبان وايي دوی به هغه څه ومني چې خلک یې غواړي.
نو اوس حکومت او طالبان کولی شي يوه د وسط لار پيدا کړي او په همغه توافق وکړي، څه انعطاف بايد حکومت وښيي او ته هم بايد طالبان ترڅو د افغانستان دا خونړۍ جګړه پای ته ورسیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.