The news is by your side.

د جنوب لویدیځ زون دیني علماوو په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله

خبریال وېبپاڼه/ د هېواد جنوب لویدیځ زون دیني علماوو د شنبې په ورځ کندهار ولایت مقام کې د یوې لويې غونډې پر مهال په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

په دې غونډه کې یو شمېر دولتي مسوولینو ترڅنګ د کندهار هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د خپلو خبرو پر مهال په هېواد کې روانه جګړه د اسلام مبارک دین له ارشاداتو سره په ټکر کې وبلله او پر ښکېلو اړخونو یې غږ وکړ، چې د سولې له شته تاریخي فرصته ګټه واخلي او دایمي اوربند وکړي.

هغوی زیاته کړه، د انسان او په ځانګړي ډول د مسلمان وژل په قطعي ډول حرامه دي او مرتکبین یې د ابدي جهنم په سزا محکومېږي، نو په همدې خاطر باید ښکېل اړخونه نور جګړه ودروي، ځکه دواړو لورویو ته مسلمانان وژل کېږي او د افغان کور پر ورانېږي.

دوی همدا راز د قطر په پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني خبرو له مرکچي پلایو ملاتړ وښود او هیله یې څرګنده کړه، چې په پیل کي اوربند د خبرو اترو د اساسي موضوع په توګه مطرح کړي او ژر تر ژره یوې موافقط ته ورسېږي.

 دیني علماوو همدا راز د سولي په تړاو په څلور مادو کې یو پرېکړه لیک اعلان کړ او په ټینګار یې له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره اوبند وکړي.

تر دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د دیني علماوو ترڅنګ د قطر، اندونیزیا، فلسطین، متحده عربي اماراتو او مالیزیا دیني علماوو په افغانستان کې روانه جګړه مردوده بللې وه او پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی وو چې دایمي اوربند وکړي.

دیني علما په داسې حال کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بولي چې تازه په قطر کې د سولې مذاکراتي پلاویو د شلو ورځو په موخه رخصت اخیستی دی او معلومه نه ده چې دغه دمه به رښتیا شل ورځې ونیسي او که به د سولې لپاره د افغانانو راپیدا شوې هیله له خاورو سره خاورې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.