The news is by your side.

ايا په طالبانو پړه اچول ستونزه حل کولی شي؟

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې په پلازمېنه کابل به باندې د راکټونو ویشتل پيل شوي دي، دا چې ډېری حملې په افغانستان کې طالبان کوي نو سترګې په دې هکله هم يو څه ژر دوی ته واوړي خو په کابل کې ددې ډول حملو سره طالبان په لنډ وخت کې اعلاميه خپروي او پدې ډول حملو کې خپل لاس لرل رد کوي او کله کله ان حکومت په دې تورنوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې اوس مهال د کابل ښار امینتي مسوولیت هم په غاړه لري د کابل د پیښې د رامنځته کېدو سره سم په ډېر لنډ وخت کې په فېسبوک کې پوست کوي او ددې پیښې پړه په طالبانو واراچوي.

که طالبان يې کوي يا نه؟
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د بريد څخه وروسته سمدلاسه په طالبانو تور پورې کوي چې دا بريد طالبانو ترسره کړی دی، د صالح دا چټکه ادعا د پوښتنې وړ ده، لومړی دا چې په دومره لنډ وخت کې ښاغلی څه ډول کولی شي چې ژر ثبتونه ترلاسه کړي چې دا بريد واقعاً طالبانو کړی دی، که ښاغلی صالح واقعاً هم داسې ژر د بريد وروسته دا اسناد ترلاسه کولی شی چې برید طالبانو ترسره کړی دی نو بیا ولې نشي کولی همدا ډول چټک معلومات د بريد څخه مخکې ترلاسه کړي او د بريد مخنيوی وکړي.

که فرض کړو طالبانو دا بريد کړی دی نو ايا د طالبانو له لوري ددې بريد کول او دا خبر په فیسبوک کې خپرول د امرالله صالح مسولیت رافع کوي؟ امرالله صالح په اوس وخت کې په ځانګړي ډول د کابل د امنيت مسول دی، صالح ولې مخکې له پوستونو دا کار نکوي چې ددې بريد مخه ونيسي، طالبان څنګه کولی شی دا ډول درانه مواد کابل ته رادننه کوي او بيا دا ډول حملې وکړي.

په دې خو ستونزه نه حل کېږي چې امرالله صالح وايي بريد طالبانو کړی و، که طالبانو کړی و مخه نيول يې د همدې صالح مسولیت و، هغه چې د برید وروسته فوراً دومره معلومات او ثبوتونه پيدا کولی شي چې دا ثابته کړي چې بريد طالبانو کړی دی نو بيا دې مخکې له دې چې طالبان دا ډول بريد وکړي نو صالح چېرته و.

د امرالله صالح او حکومت مسولیت د خلکو ساتل دي، نه د فېسبوک چلول پکار ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance