The news is by your side.

د اسلامي تعلیماتو معنیت بیرته په کار پیل وکړ

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري موده وړاندې د اسلامي تعلیماتو مرسیتالي مدغم کړه او د یوې اسلامي شورا د جوړیدلو خبر يې ورکړ چې له ګڼو غبرګونونو سره مخ سوه.

اوس تازه بیرته د اسلامي تعلیماتو معنیت احیا سوی او په کار يې پیل کړی د پوهنې وزارت له یو لړ محلي او لوړو فشارونو وروسته له خپلې پریکړې په شا سوی.

په یو شمېر ولایتونو کې دیني عالمانو او عامو خلکو د پوهنې وزارت د دې اقدام په هکله غبرګون ښودلی وو او دا کار يې ناسم بللی وو، د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې ولسمشرۍ ماڼۍ  ته يې وړاندیز کړی او یو ځل بیا یې د اسلامي تعلیماتو معنیت احیا کړی.

دې وزارت ویلي چې  د اسلامي تعلیماتو معینت تر څنګ دوی غواړي د یوې میرمنې په ګډون یو پنځه کسیز اسلامي بورډ هم جوړکړي چې کار به کوي

له دې سره تر خوا د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري په افغانستان کې د اصول صنفي له لومړي څخه تر دریم ټولګۍ پوري د زده کړو لړۍ مسجد ته انتقال کوله چې ماشومان به له لومړۍ تر دریم ټولګۍ پوري په مسجد کې زده کړې کوي چې دا پریکړه يې هم له ځان سره غبرګونونه لري.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پوهنې د نوې سرپرستې رنګینې  حمیدي د کړنو په وړاندې غبرګونونه رامنځ ته سوي خو دې ویلي چې د افغانستان د ښوونیز بهیر د بهبود لپاره کار کوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې عامو خلکو او دیني عالمانو په پوهنې وزارت کې یې د اسلامي تعلیماتو د بیرته پرانستي ترڅنګ وویل چې باید یاد وزارت د اسلامي تعلیماتو برخې ته سمه پاملرنه وکړي.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو برخه کې دا مهال مدرسې دارالعلومونه او دارالحفاظونه لري چې پکښي یو شمېر کسان زده کړې کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance