The news is by your side.

ازبکستان په هرات ولایت کې د یوې تاریخې مقبري د بیا جوړولو ژمنه کړي ده.

خبریال وېب پاڼه: د ازبکستان هیواد حکومت په هرات ولایت کې د امیر شیر علی نوایی د مقبري د بیا جوړولو په اړه د خپلي آمادګۍ خبر ورکړی دی.
د ازبکستان هیواد یو لوړ پوړی دولتی پلاوی هرات ولایت ته په خپل سفر کې ويلي، امیر شیر علی نوایی د افغانستان او ازبکستان د ښوو اړیکو يوه ځلانده څیره وه او په خپل وخت کې یی د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی ښی ساتلی وی او تراوسه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی زیاته اندازه پراخی او یوبل سره په خپلو همکاریو ته دوام ورکوو همدارنګه امیر شیر علی نوایی د دواړو هیوادونو د ګډ فرهنګی، سیاسی،ټولنیز، او اقتصادی میراث د شریکوالی یوه ښکاره بیلګه ده چې د مقبری بیا جوړونه یې پر موږ لازمي او حتمي ده.
د ازبکستان هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه پلاوی رییس عبدالغفار قرقیربایوف ویلی، غواړو چې د امیر شیر علی نوایی د مقبری د بیا جوړونی سره د هغه د مقبری چاپیریال هم ښایسته او پاک جوړ کړو او د امیر شیر علی نوایی د مقبری چاپیریال په بیا جوړونه هم کار وکړو او همدارنګه د دوست هیواد افغانستان سره د امیر شیر علی نوایی د زوکړې ۵۸۰کلیزه یوځای ولمانځو.
د امیر شیر علی نوایی مقبره د هرات ولایت د چهارمنار په منځ کې او د ګوهر شاد بیګم مقبره د هرات په ښار کې موقعیت لری او دا مقبري تقریباً ۵۲۰ کالو زیات تاریخ لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوری وایې، ټول هغه تاریخی مسایل چې زموږ تاریخ پوری اړه لري موږ ورته یو ځانکړی پلان په نظر کې لرو.
په همدي حال کې افغان دولت ویلي، په هرات ولایت کې به تاریخی اثارو او ځایونو بیا جوړوني ته ادامه ورکړي.
امیر شیر علی نوایی ۵۸۰ کاله وړاندی نړۍ ته سترګي پرانیستلی امیر شیر علی نوایی په ترکی او فارسی ژبو زیات شعري ټولګي،او د کیسو آثار لري امیر شیر علی نوایی تقریباً پنځه پيړۍ وړاندی د سلطان حسین بایقرا خاص وزیر وه او په ۱۵۰۳ز کال کې یې له نړۍ سترګي پټی کړی او په هرات ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.