The news is by your side.

د طالبانو د ړاندو ماینونو قربانیان څوک دي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ طالبان چې د افغان ځواکونو لپاره د زیاتو اصلي او فرعي لارو خیټې له ماینونو ډکې کړي، دا ماینونه ډير کله په ملکی وګړو چاودنه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي؛ خو تر ټولو جالبه دا چې، که دا ماین پر ملکي وګړو چاودنه وکړي طالبان یې مسوولیت نه مني او که په افغان ځواکونو چاودنه وکړي بیا یې په ډير افتخار مسوولیت مني.
تاسو به له رسنیو اورئ او ګورئ چې نږدې هره ورځ د طالبانو ماین پر ملکي وګړو چاودنه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.
تاسو هر کله د یوناما راپور وګورئ طالبان پکې د ۸۰ سلنه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول وي او دا مرګ ژوبله اکثره د ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو له کبله وي.
دا چې طالبانو کوم پوهنتون د ماین جوړولو نه دی لوستی، یواځې بوشکه له چاودیدونکو توکو ډکوي او لارو کې یې خښوي، نو هغه هیڅ د باور وړ نه وي چې خپل هدف به په نښه کړي.
دې ډول ماینونو ته ړانده ماینونه ویل کیږي او هر کله چې وخت پوره شو چاودنه کوي، که افغان ځواکونه پرې برابر شول، که ملکي وګړي او که طالب.
تاسو به اوریدلي وي، ډیر کله دا ماینونه خپله پر طالبانو هم چاودنه کوي او پکې هلاکېږي.
تازه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د اغوجان کلي په یوه کور کې د قرانکریم د ختم پر مهال د طالبانو لخوا له چاودېدونکو توکو ډک زرنج پر ماشومانو چاودنه کړې چې ۱۵ ماشومان پکې شهیدان شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
دا ماین د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې چاودنه کړې چې مسوولیت یې هم پر هغوی دی.
اکثره ماینونه چې پر ملکي وګړو چاودنه کوي، ټول یې هغو سیمو کې دي چې طالبانو تر کنټرول لاندې دی، خو له دې سره بیا هم طالبان له مسوولیت تيښته کوي.
طالبان کله خپلو سیمو کې افغان ځواکونو او یا دولتي مامورینو ته اجازه ورکوي، طالبان ځکه اجازه نه ورکوي چې ډار لري چې راپور یې ور نه کړي.
خو جالبه دا چې طالبان له دې ډول چاودنو له مسوولیت تيښته کوي او دا د دې لپاره چې دا چاودنې هیڅ ډول توجیه کولی نه شي.
د غزني د ګیلان ولسوالۍ تر څنګ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د طالبانو ځای په ځای شوي ماین چاودنه کړې چې یو پلار او زوی یې یو ځای په شهادت رسولي دي.
دا یواځې د تېرو دریو ورځو تلفات دي چې یادونه یې وشوه، شمېره یې تر شل کسانو رسیږی، خو طالبان یې کیسه کې هم نه دي، لامل دا دی چې طالبانو ته یواځې دګډوډيو او تاوتریخوالي پر سر امکانات ورکول کیږي. دا چې د جګړې قربانیان څوک دی، ګټه د چا ده طالبانو ته مهمه نه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance