The news is by your side.

مخ پټو وسله والو کندهار کې دوه بلوڅان په شهادت رسولي

خبریال وېبپاڼه/ نامعلومو وسله والو تېره ورځ د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ګل بار او مراد علي په نومونو دوه تنه بلوڅان په شهادت رسولي دي.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې پېښه تېره ورځ یوولس بجې د درېیمې ناحیې اړوند د شین غزي بابا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د پېښې په تړاو تر اوسه کوم څوک نه دي نیول شوي او قضیه تر څېړنو لاندي ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پېښې تر شا د چا لاس دی؟

که څه هم د یادې پېښې مسوولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو پاکستان د افغانستان دننه او دباندې پر بلوڅ ملتپالو د ژوند زاویه راتنګه کړې ده.

دغه پېښه هم د ای‌اېس‌ای له استخباراتي ادارې پرته د بل چا کار نه دی، یا به یې د طالب اورپکو په لاس دغه بلوڅان په شهادت رسولي وي او یا یې د خپلو هغو ملګرو په مرسته چې په افغانستان کې د دوی موخې ورته تعقیبوي.

پاکستان ولې بلوڅان وژني؟

پاکستان له ډېره وخت د بلوڅ ملتپالو د نسل وژنې لړۍ پيل کړې ده، زرګونه بلوڅان یې وژلي، بندي کړي، ورک کړي او ځورولي دي او په دې ډول غواړي د بلوڅ ملتپالو د ازادۍ غوښتنې غږ خاموش کړي.

څه موده وړاندې د بلوڅان اتحادیې ویلي وو، چې په پاکستاني حکومت په تېرو څو کلونو کې د دوی نږدې لس زره کسان تري تم کړي، چې د ځینو جسدونه بیا موندل شوي او ځینې هغه تر اوسه لا درکه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance