The news is by your side.

په ولاړو متيازې کول په ريښتيا هم خطر لري؟

خبريال وېبپاڼه/ په ولاړو د متيازو کولو په هکله ډېری منفي خبرې د معاشرت په ادابو بېنا وی، يانې پخوا ډېر وخت په ولاړو متيازې د ټولنيزو ادب سره مخالفې بلل کېدې او له همدې کبله په اخلاقي ډول منعه شوې وې.

خو په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې دې خبرې يو بل اړخ پيدا کړ چې هغه د متيازو د کولو روغتيايي اړخ و، په دې کال کې يو سویسي Viggo Hansen د خپلې ډلې يا جرګې د غړو څخه وغوښتل چې د ولاړو په ځای په کېناستي متيازې وکړي.

ښاغلي ويګو د خپل دې کار يا دې غوښتنې لپاره دری سببونه وړاندې کړي و چې بدون له يوه څخه يې نور ټول د علمي اصولو خلاف و او هېڅ حقيقت يې نه درلود.

د ويګو له لوري ددې وړانديز يو سبب دا و چې په کېناستو متيازې کول په نارينه و کې د پروستات سرطان خطر کموي، دوهم سبب دا ښودل شوی و چې په کېناستو متيازې کول د نارینه و ګډ ژوند ته ګټه لري او دريم هم دا چې په کیناستو متيازې کول د تشناب او جامو د پاکو ساتلو سبب کېږي.

په دې دريو سببونو کې صرف یو سبب داسې و چې د معقولو انسانانو له لوري د تاييد وړ، هغه د تشناب او جامو پاکوالی و، پاتې دا دوه سببونه چې په کېناستو متيازې کول د نارينه و ګډ ژوند ښه کوي او يا هم د پروستات د سرطان خطر کموي هېڅ ډول علمی بنسټ نه لري.

په دې هکله ګڼې څېړنې ترسره شوي دي چې وښيي په ولاړو متيازې کول دې په نارينه و کې د پروستات سرطان خطر زيات کړي خو هېڅ يوې يې دا نه ده ثبوته کړې.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې ترسره شوې څېړنې دې ادعاوو ته د پای ټکی کېښود، د PLoS ONE په معتبره ساينسي مجله کې خپره شوې مقالې چې د هالنډ د Leiden پوهنتون د څېړونکو لخوا ليکل شوې وه دا بشپړه توضیح او ثبوت کړه چې په ولاړ او يا کېناستو متيازې کول د انسان په روغتیا هېڅ ډول تاثیر نلري.

ساینس پوهانو ددریو فکتورونو په ارزولو دا څېړنه بشپړه کړه، لومړی د دواړو ډولونو يانې هم په ولاړو د متيازو کولو سرعت اندازه شو، وروسته د سرعت وخت يا د متيازو کولو وخت چې په څومره وخت کې وشوې، دريم پسې په مثانه کې د پاتې متيازو کچه، دری واړه فکتورونه په ولاړو او يا کېناستو کې يو ډول و او هېڅ توپير يې نه درلود.

د ساينس له اړخه په ولاړو د متيازو کولو هېڅ زيان نه دی ثابت شوی او نه هم په کېناستو د متيازې کولو کومه ګټه ثابته شوې ده، دا د انسانانو په کلتورونو پورې تړاو لرونکې یوه مسله ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.