د پښتنو فعالینو نيول دپنجابي پوځ د ورخطايی نښه ده
د پښتنو فعالینو نيول دپنجابي پوځ د ورخطايی نښه ده
خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو د پاکستان حکومت د پښتنو فعالینو چې ډېری يې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره تعلق لري نيول زيات کړي دي، د پاکستان د حکومت له لوري په داسې وخت کې ددې نيونو زيات والی يو ډول د حکومت ورخطايي په نښه کوي.
د پاکستان حکومت له دې وېره لري چې د پښتنو فعالین ورځ تر بلې په پښتنه معاشره کې پلویان پيدا کوي، خلک يې خبرو ته غوږ ږدي او دا فعالين ددې سبب کېږي چې پښتانه په یوه ټغر سره راټول او په اتفاق شي.
د پښتنو د اتفاق څخه وېره
د پاکستان د حکومت او پوځ ترټولو لویه وېره د پښتنو اتحاد او اتفاق دی، د پښتنو د فعالینو فعاليت کړنې، غونډې او د ويښتيا هڅې ددې سبب شوي دي چې پښتانه د خپل دوست هغه په خوږو کې زهر وويني او د شرير پنجابي حکومت څخه مخ واړوي.
په ځانګړي ډول د ډیورنډ د ملعونې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ په شاخوا راټولېږي او ددې غورځنګ غږ خپل غږ ګني.
په پاکستان کې د چارواکو سره د پښتون ژغورنې د غورځنګ د سياسي او ولسي طاقت ډېرېدو سختې اندیښنې راپارولې دي او اوس دوی د ښکاره دښمنۍ لاره نیولې ده ترڅو د پښتنو د اتحاد او اتفاق مخه ونیسي.
پوځ متحد پښتانه نشي زغملی
د پاکستان د پوځ ترټولو ستره وېره داده چې پښتانه پښتنو ته وفادار مشران پيدا کړي او دوی مجبور کړي چې پښتنو ته خپل حقوق ورکړي، پښتانه يوازې د ژوند بنسټيز حقوق نه غواړي بلکې د خپل سرنوشت په هکله هم خپل هر اړخیز حقوق غواړي.
د پاکستان ورخطا حکومت اوس ويني چې پښتانه څه ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ په شاخوا کې راټول دي، له همدې کبله دوی په سخته وېره کې دي او د هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې ددې غورځنګ فعالین خاموش کړي.
د پاکستان حکومت دې ته پام نکوي چې اوس هغه وخت تېر دی، اوس که دوی په پښتنو نوی ظلمونه پيل کوي د هغوی بې عزتي کوي د هغوی سره تعصب کوي نو دا پښتانه نور سره په يو بل راټولوي او د پاکستان د پوځ په وړاندې يې متحد کوي.
د وحشت لاره د منلو نه ده
نور پښتانه د پاکستان د وحشت لاره نه مني، پښتانه نور نه غواړي سیمې يې د پاکستان د تجربو د پاکستان د تروريستي پروژو کوربه کوي، پښتانه يو سوله ايز ژوند غواړي او نه غواړي دا ټول ژوند د پاکستان د پوځ د ظلمونو لاندې تېر کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.