مسلمانان دې د حج لپاره چمتووالی وځنډوي
خبریال وېب پاڼه/ سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې پر مسلماناو غږ کړی، چې د حج لپاره دې چمتووالی وځنډوي.
د سعودي د حج او عمرې وزیر محمد صالح وایي، مسلمانان دې د کرونا اوسني وضعیت تر ښه کېدا، په تمه پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس له چټکې خپرېدنې سره سم، په سعودي عربستان کې د مسلمانانو سپېڅلي عبادت ځایونه هم تړل شوي او اوس مهال سپېڅلي ځایونه له خلکو او عبادت خالي دي.
کعبه شریفه او د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم زیارت د څو ورځو راهیسې تړل شوي دي، حج او عمرې ته د مسلمانانو سفرونه هم ځنډېدلې دي.
د کرونا وژونکي ویروس له امله ټوله نړۍ له اضطراري حالت سره مخ ده، د نړۍ ډېر شمېر خلکو ته مهم او د ګڼې ګوڼي ځایونه تړل شوي.
د کرونا وژونکي ویروس له امله تر دې دمه د نړۍ ٤٢ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ٩ لکه لا هم پرې اخته دي.
په ورته مهال د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د کرونا ویروس له کبله له هېوادوالو غوښتي چې لمونځونه دې په جماعت نه اداء کوي او په کور دې پاتې شي.
یو شمېر دیني علماء وایي، اوس مهال له جماعت پرته په کور لمونځ کول هم د جماعت د لمونځ هومره اجر او ثواب لري او له همدې کبله دې خلک د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه خپل لمونځونه په کور کې اداء کړي.
تر دا مهاله په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ١٩٦ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېرې یې په هرات ولایت کې دي، څلور تنه مړه شوي او پنځه تنه له رغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.