The news is by your side.

نن بیا د پاکستاني حکومت د ظلم پر وړاندې د حق چیغه پورته کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا نن په خیبر کې ستره ولسي غونډه ترسره کېږي او د غورځنګ مشران به یو ځل بیا خپلې غوښتنې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړي.

که څه هم د دغې غونډې لپاره تېرو دوو اوونیو راهیسې چمتووالی روان و او د پښتونخوا، قبایلو، بلوچستان او یو شمېر نورو سیمو زرګونه پښتانه او د غورځنګ لارویان د ګډون په موخه خیبر ته رسېدلي، خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې پاکستاني ځواکونو په خیبر ایجنسي کې د دغه غورځنګ غونډې ته څېرمه ټولې لارې تړلي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې غونډې ته لاړ شي.

د غورځنګ غړی اسد قرار وايي پاکستاني ځواکونو لسګونه کسان او موټر چې د خیبر غونډې ته د تلو په حال کې و، درولي او د تګ اجازه نه ورکوي.

د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر وار دمخه د غونډې ځای ته رسېدلی او د چمتووالي چارې یې له نږدې څارلې دي.

د خیبر په غونډه کې به د غورځنګ مشران یو ځل بیا د پاکستاني حکومت د ظلم او نارواوو، د علي وزیر په شمول د غورځنګ د مشرانو او نورو نیول شویو فعالانو، د پښتو پر وړاندې د ظلم او نورو مسایلو غږ اوچت شي.

د خیبر غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له لا هم علي وزیر د پاکستان په بند کې دی او کورنۍ یې اندېښنه ښودلې وه چې د نوموړي ژوند ته خطر پېښ دی.

په لر او بر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان وخت ناوخته د پاکستاني پوځ د ظلمونو پر وړاندې غږ اوچتوي چې د دغو لاریونونو له کبله کله کله دغه پوځ سخت په غوسه شي او په غبرګون کې یې د غورځنګ مشران زنداني کوي، تر څو په یو ډول دغه غږ چپ کړي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړی چې تر هغو به خپلو لاریونونو او مبارزو ته ادامه ورکوي، تر څو چې یې پښتانه د پنجاب له ظلمه نه وي خلاص کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.