بلخ کې د ملت درې استازي لاس په لاس د رشوت اخیستو په تور نیول شوي
خبریال وېبپاڼه/ ملي امنیت ځواکونو د مشرانو جرګې درې سناتوران د ۴۰ زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور نیولي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي خبریال وېبپانې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد سناتوران پرون یکشنبه مرغومې۷مه د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او لویې څارنوالۍ د استازو لخوا د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیول شول.
لویه څارنوالي زیاتوي چې د مشرانو جرګې دغه فعاله درې سناتوران پر چارو د نظارت او څېړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي و.
د افغانستان لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور د نیول شوو سناتورانو نمونه نه دي افشا کړي، خو زیاتوي چې د یادې قضیې راپور یې د افغانستان د مشرانو جرګې ریاست ته سپارلی دی.
یوې سرچینې خبریال وېبپانې ته وویل، چې نیول شوي سناتوران هر یو محمد انور باشلق د فاریاب د خلکو استازی، محمد عظیم قویاش د سرپل د خلکو استازی او لیاقت الله بابکرخیل مشرانو جرګه کې د خوست د خلکو استازی دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د مشرانو جرګې غړي د رشوت اخیستو په تور نیول کېږي، تر دې وړاندې هم ورته ډېرې پېښې شوې دي، چې قضیې یې هیڅ نه دي څېړل شوې او نه یې پایلې شریکې شوې دي.
د مشرانو جرګې او ولسي جرګې غړیو تل هغه لار نیولې چې د دوی شخصي ګټې پکې خوندي وي.
د قانون جوړونکو په نوم ناست دي، خو د قانون ته تر ټول زیات اړونکي همدوی دي چې له امله یې نه یوازې ملي منافع خطر لیدل، بلکې عام خلک یې هم له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي.
زورواکي، باج اخیستل، ادارو کې ناقانونه مداخلې، قاچاق، د ځمکو غصب او ناقانونه ګمارنې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو د ناوړه کړنو عمده بېلګې دي، چې اکثره وخت دوی پکې ښکېل وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.