The news is by your side.

په امریکا کې د کورونا قربانیان تر ۴۰۰۰ واوښتل

خبریال وېب پاڼه/له ایټالیا او اسپانیا وروسته د امریکا متحده ایالات د کورونا ویروس له امله د قربانیانو د جدول سر ته په خورا چټکۍ روان دی.

نن چهارشنبې د روانې اپل میاشتې لومړۍ نېټه په دغه هېواد کې د کورونا ځپلو شمېر تر ۱۸۸ نیم زرو اوړي او د دغې ویروس له امله د وژل شویو شمېر ۴۰۵۹ کسانو ته ورسېد. ویل کېږي نیویارک د ثربانیو په سر کې دی چې ۱۷۱۴ کسان ورڅه وژل شوي دي.

 د دغه هېواد د وګړو اندېښې وروسته له هغه لوړې شوې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله تازه وینا کې وویل چې ښايي کورونا د دغه هېواد له یو لک نه نیولې تر دوه لکه او څلوېښت زره پورې وګړي ووژني.

څو اونۍ وړاندې کله چې تازه کورونا ویروس د چین له پولو واوښت او د امریکا په ګډون یې په یو شمېر نورو هېوادونو کې تازه مثبتې پېښې ثبت شوې، د امریکا ولسمشر په خپلو څو ویناوو کې کورونا په چینایي ویروس ونوماوه چې د چین له خوا یې سخته غندنه هم وشوه او د روغتیا نړیوال سازمان هم پرې نیوکه وکړه. اوس امریکا د دغه ویروس تر ژور او خونړي برید لاندې راغلې ده.

یو شمېر کارپوهان وایي چې په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا لپاره تر ټولو هېښوونکې د سپپمبر د ۱۱ مې ترورستي پېښه وه چې الوتکو د نیویارک په اسمانڅکو ماڼیو باندې د ور وهلو په لړ کې لسګونه کسان ووژل او ګڼ شمېر نور یې تپیان کړل خو د کورونا ویروس له امله په دغه هېواد کې تر بل هر وخت لویه وېره خپره شوې ده.

هخوا په ایټالیا کې ۱۲ ۴۴۸ کسان وژل شوي، په اسپانیا کې ۸۴۲۵ کسان، په فرانسه کې ۳۵۲۵ کسان او په ایران کې هم د کورونا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۸ کسان وژل شوي دي چې په مجموعي توګه یې د مړو شمېر ۳۰۳۶ کسانو ته ورسېد. په بریتانیا کې هم په دغې ویروس زرګونه کسان اخته دي او هخوا روسیې بیا په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.

په دې وروستیو کې چین کې د کورونا پېښې کمې شوې وې خو تېرې دوه ورځې بیا په کې د مثبتو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکول کېږي. هغه بله ورځ د ۵۴ او تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شاوخوا ۴۵ مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی دی.

امریکا او یو شمېر نورو هېوادونه پر چین باندې شکمن دي، خو د دې لپاره کره شواهد نشته چې د کورونا پر وړاندې د چین څه ثابت کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.