دولت د ښوونکو د تنخوا لوړولو مخالفت کوي
خبریال ویببپاڼه/ په نوره نړۍ کې لوړه میاشتنۍ تنخوا د ښوونکو وي خو په افغانستان تر ټولو ټیټ معاش د ښوونکي دی په تیر شل کلنه دوره کې ولسمشرانو او وزیرانو څو ځله ژمنې وکړې چې د ښوونکو تنخواوې به لوړوي خو تراوسه لاهم هغه ښوونکي او هغه شپږ زره معاش.
اوس تازه د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال لپاره د ښوونکو د معاشونو د لوړولو غوښتنه کړې خو په وینا یې چې دولت يې د ښوونکو د معاشونو لوړولو سره مخالفت کړی.
د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکیلان وايي چې دولت د ۱۴۰۰مالي کال لپاره په کلنۍ بودجه کې امتیازي معاشونه او اضافي لګښتونه ځآنګړي سوي خو دوی د دولتي مامورین او ښوونکو د تنخواوو لوړلو مخالفت کړی.
وکیلان وایي حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.
د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د دولتي مامورنیو په تنخواو، کې دي عدالت رامنځ ته سي او ښوونکو ته دي ځانګړې پاملرنه وسي ځکه په دې سختو شرایطو کې دوی په کمو معاشونو کار کوي او د وکیلانو وجداني مسوولیت دی چې ددوی له حقوقو دفاع وکړي.
تراوسه پوري دولت لاهم په هیڅ یوه ژمنه چې د ښوونکو په برخه کې يې کړې نه ده عملي کړې ښوونکې په سختو شرایطو کې خورا په کمو حقوقو خپلو دندو ته په صداقت دوام ورکوي.
دولت ولې د ښوونکو معاشونه لوړیدل نه غواړي؟
افغان دولت د دولتي کارکوونکو ترمنځ د دولتي کارکوونکو معاشونه په غیري عدلانه ډول سره ورکوي دوی کوښښ کوي ترڅو په لوړو د سیاسي اړیکو د ښه کولو لپاره د لوړو معاشونو ورکولو سیستمونه رامنځ ته کړي.
په افغانستان کې د ښوونکو ډيری بستونه، ۵ او ۶ دي چې تر اته زره افغانۍ لوړ معاش نلري
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.