The news is by your side.

که سوله وشي، طالبان به په ټولنه کې ومنل شي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپانه/ که څه هم د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې دي او افغانان هیله لري چې نور په هېواد کې د څلوېښتو کلنو ناولیو جګړو ټغر ټول شي او افغانان په یوه غږ د وطن د ابادۍ خوا ته راوګرځي، خو په دې اړه لا هم اندېښنې موجودې دي چې که سوله وشي طالبان به په ټولنه کې کوم حیثیت ولري او څنګه به ومنل شي.

دا پوښتنې ځکه مطرح کېږي، چې طالبان په دې خاوره هره ناروا او نادوده کړې، وژل ځورول، ورانول، تښتول او بل هر ډول ظلم او زیاتی یې کړی دی، د یو چا زوی، د چا پلار، د چا خاوند او د چا ورور یې وژلی، ناحقه وینه یې توی کړې او په درواغجنو دلایلو یې خپلې جګړې ته مشروعیت ورکړی دی.

هغه خلک چې طالب ورسره ظلم کړی، حتمن په زړه کې یو څه لري، یا د غچ اخیستو په سوچ کې دي او یا به د وطن د ابادۍ او دایمي امن لپاره د خپل عزیز وینه طالب ته وربښي او غچ به نه اخلي، خو د بحث وړ موضوع دا ده چې هغه کسان چې له طالبه د غچ اخیستو فکر لري، څنګه باید په دې راضي شي، چې تر سولې وروسته د وروري فضا رامنځته او یو بل ته بښنه وکړي.

بله مهمه موضوع دا ده چې نږدې ټول طالب جنګیالي په کلیو او بانډو کې اوسي، هغوی له ښاري ژوند سره نا بلده دي، د ښاري خلکو کړنو ته لا هم له مذهبي اړخه ګوري؛ که په بازار کې یوه مېرمنه هم ګرځي، دوی ټاپه پر وهي، ږیره خرېیلو ته خو لا هم د کفر او ناروا په سترګه ګوري؛ ځکه خو په دې مفکوره ټولنه کې د طالب منل یو څه سخته ده او ډېر دقت پکار دی، چې خدای مه کړه، عادي ژوند ته د طالبانو راګرځېدل د ټولنې عامه امن او نظم لا ګډوډ نه کړي.

تازه د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د خبرو اجنډا کې تر سولې وروسته عادي ژوند ته د طالبانو ورګرځېدل او په ټولنه کې د هغوی منل هم شامل دي، تر څو بیا جګړو او ناخوالو ته لا هوار نه شي.

ستانکزي زیاته کړې چې افغانان له جګړو ستړي شوي او ملامت نه دي چې له دوی څخه د چټکې پایلې غوښتنه کوي، خو وايي چې دوی باید د اوربند ترڅنګ تر سولې وروسته د ښه راتلونکي لپاره هم تدابیر ولري.

دا ښه اقدام دی او باید په دې اړه له طالب پلاویو سره جدي خبرې وشي، تر څو له هغوی سره په ګډه داسې یوه کړنلاره جوړ شي، چې تر سولې وروسته ورورګلوي، یو بل منل، یو بل بښل او د یو بل له تېروتنو تېرېدل او د تېرو وخت هېرول پکې شامل وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.