The news is by your side.

د روان پوهنې داسي ټيسټ چې شخصيت او د ژوند رازونه درښې

خبريال ويبپاڼه /د روانشناسۍ يا روان پوهنې د ټيسټ او تګ لارو په مرسته د نړۍ په هر ځای کې وګړي د خپل ژوند شخصيت او رازونو تګ لوری او لارې معلوموي.
دا راوان پوهنه ده چې موږ کولای شو په مرسته یې د خپل ځان او نورو وګړو په خوی ، عادت او کړوړو خبر شو او د سمون او درملنې لپاره يې هڅه وکړو.

په ننۍ ليکنه کې مو يوازي د يوه د ګل د رانګ د انتخاب يو ټسيت او ازموينه راوړې ده چې تاسو کولای شئ يوازي د ګل د رنګ د انتخاب په مرسته په خپله مینه، عشق او احساساتو او شخصت خبر شئ.

سره ګلان:

ستاسو زړه له مينې او هپجان څخه ډګ دی.
ستاسو ژوند له احساساتو ډګ او تل د ځان په پرتله د نورو او په تيره بيا د خپل هم څنګ او همزولو په فکر کې یاست.
زړه مو غواړي چې د خپل ژوند له ملګرې سره ښه ژوند وکړئ او هغه ټول شيان چې په واک کې يې لرئ د هغې په واک يې ورکړئ.
ستاسو ژوند له نعمتونو مالامال او تل د خوشالي په لټه کې ياست. نور خلک هم له تاسو سره په اوسيدا کې راحت او اسوده وي.

زيړ ګلان:

تاسو نرم مزاجعه او متعادل شخصيت لرئ.
داسي يوه مينه مو په زړه کې ده چې ژر په چا زړه نه بايلي لومړی يې په اړه پلټنه کوئ وروسته بيا ناسته پاسته پيل کوی.
تل دې په لټه کې ياست چې منظم وګرځئ او له نورو مو هم دا تمه وي. ځنې وخت په همدې ډير ژر غوسه کيږئ هم چې د چا له لوري نا انډولي او بې نظمې ووينئ.
تاسو د نورو شخصت هم د نظم او تعادل له زاويې ګورئ که څوک دا کړنې ونه لري بې شخصته او بې ارزښته درته ښکاريږي.

سپين ګلان:

که مو سپين ګلان خوښيږي تاسو يو ډير پټ او مرموز شصيت لرئ.
تل مو کوښښ دا وي چې نور خلک مو په درونې شيانو خبر نشي تل کوښښ کوئ چې له خلکو خپل رازونه پټ وساتئ او د نورو په اړه په ډير څه خبر شئ.
ډيری وخت تاسو د زړه له اخلاصه په چا نه ميينږي مينه او عشق يوه د درواغو لوبه درته ښکاري، هغه څوک چې تاسو ته د مينې اظهار کوي تاسو فکر کوئ چې غلطوي مې او يوه لوبه يې راته جوړه کړي ده.

نورو خلکو ته هم له همدې زاويې ګورئ په چا مو ژر باور نه راځي.

بنفش رنګه ګلان:

که مو دا ډول ګلان خوښيږي تاسو يو ارام مزاجه خلک ياست.
له نورو سره بغیر له فکر کولو مينه کوئ او تل د يوه ارام او هوسا ژوند په لټه کې ياست.
تل کوښش کوئ هغه څه چې په فلمونو يا کيسو کې مو اوريدلي يا ليدلي وي په خپل ژوند کې یې عملي کړئ.

نارنجي رنګه ګلان:

تاسو په ځان مین خلک ياست هر وخت او په هر ځای کې مو دا هيله وي چې نور خلک مو ستاینه او صفت وکړي. تر هر څه په خپل صفت ډير خوشاله کيږئ. ډير زحمت او کوښښ ددې لپاره کوئ چې مشهور شئ او خلک مو په ښه نامه ياد کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.