د خبريالانو وژنې دې د عمومي تروريزم له کټګورۍ بېلې شي
خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې د بل هر وخت په نسبت زياتو خبريالانو د هدفي وژنو په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، ددې بریدونو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، طالبانو په دې بريدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
خو حکومت بيا ددې وژنو پړه په طالبانو او داعش اچوي، د خبريالانو د وژنې پېښو ته که وکتل شي، ډېرې مغلقې دي، مثال یو خبریال دی د عسکرو په شتون کې ځان وژنه کوي، تر دې وړاندې شکنجه شوی دی، کور ته یې زنګ وهلی چې د پوليسو سره دی.
حکومت د خبريالانو وژنې د عمومي تروريزم تر پردې لاندې کوي او ددې قضیو په وړاندې هغه دریځ نه نيسي چې د خبريالانو او خلکو تمه ده.
دا پېښې بايد د عمومي تروريزم په کټګورۍ کې وانچول شي، ځکه دا مشکوکې پېښې دي، ددې پېښو مسولیت هېڅ تروریستي ډلو نه دی منلی، نو دا پېښې د تروریزم په کټګورۍ کې اچول ددې ښکارندويي کوي چې غوښتل کېږي ددې پېښو د سرچینې د تحقيق مخه ونيول شي.
د خبريالانو کورنۍ، د افغانستان خلک د رسنیو د حقوقو بنسټونه ددې وژنو په حقيقت پوهېدل غواړي، په فردي ډول د خبريالانو کورنۍ هڅه کوي ددې پېښو په څرنګوالي پوه شي، دا ددوی حق دی چې پوه شي، ددې پېښو د څرنګوالي او د سرچینې په هکله د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره دا کورنۍ حکومت ته مراجعه کوي خو د حکومت له لوري ورسره پوره همکاري نه کېږي.
د مثال په ډول د يما سياوش کورنۍ په ځانګړي ډول د هغه پلار د حکومت څخه په دې ګيله من دی چې حکومت ورسره د پېښې د څرنګوالي په هکله معلومات نه شريکوي.
دی وايي غوښتل یې مخکې له چادونې د افغانستان د بانک د پارکېنګ د يوې ورځې ویډو ګانې وګوري خو نه هم په دې برخه کې د بانک مسولينو او نه هم ورسره امنیتي بنسټونو مرسته وکړه، ددې ترڅنګ دوی وايی چې د زوی په موټر کې يې جي پي اېس امنیتي سيستم و، دوی غوښتل په دې پوه شي چې مخکې له چادونې يوه ورځ یې د زوی يانې يما سياوش موټر په کومو ځايونو کې دريدلي دی دی.
د يما سياوش کورنۍ رسنیو ته ويلي دي چې په دې برخه کې هم ورسره د حکومتي او نورو مسولو چارواکو له لوري همکاري ونه شوه، د يما سياوش پلار هره ورځ په ټولنيزو رسنيو کې شکایت کوي او وايی چې زوی يې د افغانستان بانک ښامارا وخوړ.
پکار ده افغان حکومت د خبريالانو د وژنې پېښې د عمومي تروريزم له کټګورۍ بېلې کړي، ددې ترڅنګ بايد ددې وژنو په هکله د خلکو په ځانګړي ډول د خبريالانو د کورنیو سره دقیق معلومات شريک شي، د هغوي قناعت حاصل شي.
په دې پېښو ژر خاورې اړول، يوه پېښه په بله پټول ددې سبب کېږي چې د حکومت څخه د خلکو خفګان، نا اميدي اوج ته ورسېږي او بلاخره دا د يو ټولنيز انفجار سبب کېږي چې بيا به د حکومت او خلکو ترمنځ موجوده فاصله دومره زیاته شوې وي چې د رغېدو امکان به ونلري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.