The news is by your side.

په لوړو دولتي پوستونو د نشه يي توکو دکاروباریانو په ټاکلو نيوکې

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې په افغان حکومت باندې له دې کبله نیوکې زياتې شوې دي چې په لوړ چوکيو یې هغه کسان ګومارلي دي چې د نشه يی توکو په قاچاق کې لاس لري.

ډېر لوړ پوړي کسان په ځانګړي ډول هغه کسان چې مسولیت یې د لارو ساتل دي يا هم د مخدره موادو سره د مبارزې مسولین دي، په حقيقت کې پخپله يا قاچاقبران دي او يا هم د قاچاقبرانو سره قوي اړيکې لري.

يوازې په تېرو دریو میاشتو کې شپیته دولتي کسان د نشه يی توکو د قاچاقبرو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

د نشه يی توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز څخه د ترلاسه شويو مالوماتو په بنسټ يوازې په تېرو دریو میاشتو کې د نشه يی توکو ،۲۳۵ قضيې ارزول شوې دي چې ټول پکې ۲۷۸ کسان مجرم پیژندل شوي دي، له دې ۲۷۸ کسانو څخه ۶۲ بيا هغه کسان و کې ټولو دولتي دندې درلودې او د همدې دندو څخه په سو استفادې سره يې د نشه يي موادو په قاچاق کې مرسته کوله.

سږ کال پخپله د کابل د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدير په دې جرم ونيول شو چې د نشه يي توکو د يوې لویی شبکې مديريت یې کاوه.

د افغانستان په دولتي ارګانونو کې په هېواد کې د روان هر ناورین سره مرسته کوونکي غښتلي لاسونه شتون لري، هغه که فساد دی، که قاچاق دی که تروريزم دی، که اختطاف دی که قتل دی او که هره فتنه ده.

پوهان وايي حکومت د نشه يي توکو سره د مبارزې جدي اراده نلري، که يې درلودی نو اوس به د نشه يی توکو بازار دومره ګرم نه و، بلکې اوس به په هېواد کې د نشه يی توکو يا ټغر ټول شوی و او یا به هم په ډېر کم مقدار کې دا کار کېده.

افغانستان اوس هم يو له هغه هېوادونو څخه دی چې په نړۍ کې ترټولو زيات نشه يي توکي توليدوي، نه يوازې چې زيات نشه يي توکي توليدوي بلکې په همدې نشه يي توکو په ميليونونو افغانان هم روږدي دي.

په کابل کې د نشه يي توکو کارونکي په لارو او سرکونو کې ځولۍ وي، د پلونو باندې ناست وي، خو د څنګ سره يې د عسکرو قرارګاه هم موجوده وي، دولتي مقامات سهار او ماښام ددوی له څنګه تېرېږي، دا هرڅه ويني خو په وړاندې يې هېڅ داسې ګام‌‌نه پورته کوي چې ددې ناورين مخه په واقعي توګه ونيول شي.

د بل لوري دا خبره هم د يادولو ده چې حکومتي مفسدین په دې فساد کې يوازې نه دي، بلکې طالبان هم په‌لوړه کچه په دې کار اخته دي، طالبان پخپلو سيمو کې په پرېمانه کچه نشه يی توکي کري، خلکو ته اجازه ورکوي چې ویې کري، دا نشه يی توکي خرڅوي ورڅخه په ميلياردونو ډالر عايد ترلاسه کوي.

د افغانستان د بيا رغونې د څار اداره سیګار هم وايي چې افغان حکومت ډېر وخت داسې هم کړي دي چې په لوړو پوستونو او په ځانګړي ډول د نشه يي توکو سره د مبارزې په پوستونو کې هغه کسان وګماري چې پخوا يې د نشه يي توکو کاروبار درلود.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance