ننګرهار؛ ازاد شوي طالب سرګروپ بېرته د جګړې دګر کې ووژل شو
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم تر دې وړاندې له ډېری ولایتونو داسې راپورونه ورکول شوي چې له بنده ازاد شوي طالبان له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کې بېرته وژل شوي او یا نیول شوي، اوس تازه په ننګرهار کې د طالبانو یو سرګروپ چې له بنده ازاد شوی و، له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ووژل شو.
د ننګرها د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وايي، دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې د هوايي برید پایله له امله پکې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دوی وايي، په وژل شویو طالبانو کې د عمر په نوم یو سرګروپ هم شامل دی، چې سولې ته د رسېدو لپاره د ښه نیت له مخې خوشې شوی و.
د سرچینې په خبره، عمر تازه د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې د سولې د هوکړې په اساس له بند څخه آزاد شوي وو چې بېرته په هوايي برید کې ووژل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وار وار یې دا اندېښنه ښودلې چې حکومت د دوی ازاد شوي طالبان بېرته نیولي دي.
طالبان ویلي وو، چې افغان حکومت پر هغو طالبانو چې تازه له بنده ازاد شوي چاپې وهي او کمینونه ورته نیسي.
طالبانو زیاته کړې وه، چې ټولو هغو بندیانو ته چې د حکومت له بنده ازاد شوي لارښوونه کړې چې په کورونو کې پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د جګړې ډګر ته د خوشې شویو طالب بندیانو په اړه انېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی تمه درلوده د بندیانو په خوشې کیدو سره به تاوتریخوالی کم شي او له زندانونو خوشې شوي طالبان به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.