The news is by your side.

د روسیې او امریکا نوی ټکر

خبریال ویبپاڼه/ د نورو جنجالونو او سیالیو ترڅنګ انټرنیټي نړۍ کې هم هېوادونه کوښښ کوي یو پر بل باندې د مالومات لاس رسي او نورو لاس ته راوړنو  لپاره سایبري یا انټرنیټي بریدونه ترسره کړي.

د امریکا پر یو شمېر مهمو انټرنیټي پاڼو باندې سایبري بریدونه ترسره سوي  چې اوس مهال امریکا روسیه په دې بریدونو کې مسؤله بللې، او ویلي یې چې د ډسمبر میاشتي د سابیري بریدونو کې روسیه لاس لري.

د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي ددې احتمال دی چې روسیه به د دسمبر میاشتې د خطرناکو سایبري بریدونو تر شا وي.

امریکا د روسیې ترڅنګ پر ایران هم وړاندې دغه تورونه لګولي وو، له ډسمبر میاشتي را په دې خوا یو شمېر هکرانو چې بریدونه يې اوس هم  دوام لري د امریکا پر  مهو دولتي سایټونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی  او د اطلاعاتو په غلا کولو بوخت دي.

د امریکا هېواد استخباراتي ادارې وایي مالوموي چې  دا بریدونه څوک ترسره کوي خو د دوی څېړنې او لومړني مالومات ښيې چې د دې ټولو  بریدونو ترشا د روسیې لاس دی.

تراوسه روسیې په دې هکله څه نه دي ویلي.

د روسیې او امریکا اړیکي څنګه دي؟

کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ودرید نو ګڼ شمېر امریکایانو پر هغه د روسي پلوه کس خیال واهه او د پوتین ملګری يې بلی، د ټرمپ په دوره کې د امریکا او روسیې ترمنځ ښايي په ډیری برخو کې سیالۍ روانې  وې خو دا دوره د دواړو هېوادونو ترمنځ تقریبا د سمو اړیکو دوره وه، خو ټرمپ له واکه لیري کیږي او نوی ولسمشر جو بايډن واک ته رسیږي چې  ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه نور مالې اړیکي پر خپل ځای پاتي نسي ځکه  بایډن وړاندې له دې چې واک ته ورسیږي روسیه په ډیری مواردو کې ګواښلې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance