The news is by your side.

د کرونا وایرس د واکسین په تړاو نوی خبر!

خبریال وېب پاڼه – دنړي په کچه د کرونا واکسین د واکسین کړل سوي کسانو شمیر ۲۵ میلیون
ته لوړ سو، چین ۹ میلیون، متحده ایالاتو ۷میلیون، اواسرایل او برتانیا هر یو دوه دوه میلیون کسان تر اوس واکسین کړي دی، د نفوس د فیصدی له مخه اسرایل (۲۰٪)اول، متحده امارات (۱۰٪) دویم، او بحرین هیواد (۶٪) د ریم ځاي لري، داوس لپاره هغه کسان چې یو ځل دکرونا په ویروس اخته سوي وی هم واکسین کیږي خو په متحده ایالاتو کې ۹۰ ورځي د ټیسټ نه وروسته او په برتانیا کې ۲۸ ورځي د مثبت ټیسټ څخه وروسته واکسین ورکول کیږي.داوس لپاره په اکثره هیوادوکې یوازي طبي کارکوونکي او هغه کسان چې عمرونه یې د ۶۵ کال لوړ وي واکسین ورکول کیږي او ددغه کسانو شمیر د نړي په کچه ۷۳۰ میلیون کسانو ته رسیږي یعني که چیري نړي او نړیوال د نارمل ژوند وخواته ورګرزيدل غواړي نو اول باید دغه ۷۳۰ میلیون لوړعمره کسان واکسین کړي چې دابه داټکل له مخي تر دریو میاشتو وخت ونیسي،او دا ځکه مهم دي چې اکثره همدغه لوړ عمره کسان د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، تر اوس پوري د نړي په کچه دوه میلیون کسانو خپل ژوند له لاس ورکړي او په کرونا د اخته سوي کسانو شمیر د نړي په کچه ۹۰ میلیون ته رسیږي.د کرونا ویروس نور زمونږ ذ ژوند اومحیط یوه برخه ګرزیدلی اوهغه کسان چې غواړي له دغه بدبخته ویروس ځان خلاص کړي نو واکسین به یوازینې لاره وي خودا واکسین هم اوږد مهاله ندي او تراوسه مالوم هم ندي چې د څومره وخت لپاره به زمونږ دفاعي سیستم فعال وساتي خو دا ټکل له مخه شایدتر یو کال او یا هم دوه کلو پوري زمونږ دفاعي سیستم فعال وساتي لکین دقیق شمیري به وروسته تر لاسه سي.

نوټ:هغه کسان چې د واکسین په اړه یا مالومات نلري او یاهم دشک د طیوري پلویان دي مهربانې وکړي خپل مالومات مو هراړخیزه کړي اوبیا په دغه اړه علمي بحث وکړي، مننه.

Dr.M.Sharif Popal( MBBS, M.S, PhD)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance